د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوکت پنیال خبرې، شپېلۍ او د پوکي نور سازونه


هنرمند شوکت پنیال وايي د پوکي یو شمېر سازونه غږولای شي
هنرمند شوکت پنیال وايي د پوکي یو شمېر سازونه غږولای شي

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو له پېښور مېشتي هنرمند شوکت پنیال سره خبرې کړې دي چې د پوکي یو شمېر سازونه غږوي.

پنیال وايي، سکول یې کور ته نېږدې وو خو ((سبق زما نصیب کې نه وو.))

دی وايي، لومړۍ هنري زده کړې یې له پلاره کړې دي او بیا وروسته له نورو استادانو یې د پوکي سازونو زده کړې بهیر روان وساته.

شوکت پنیال وايي، تر سورني وروسته یې کلیرېنېټ په نوم یوه اله زده کړه او بیا یې شپېلۍ زده کړه، ورپسې یې لږې پیسې پیدا کړې او سیکسافون یې زده کړ.

دی وايي، ډېرې شپېلۍ لري او دا چې ښې شپېلۍ په هندوستان کې تر لاسه کېدای شي.

پنیال وايي، ډېرې شپېلۍ یې خپله هم جوړې کړې دي.

پنیال وايي، د ډېره اسماعیل خان یوه کلي پنیالې دی او دا مهال د ۳۲ کلونو دی. د ده په خبره، پلار یې غوښتل چې دی بل هنر زده کړي خو ده ټینګار وکړ چې د پوکي سازونه به زده کوي.

په خپرونه کې مو له نوموړي سره نورې خبرې هم کړې دي او له سندرو سره سره درته د پوکي سازونه او نغمې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د شوکت پنیال خبرې، شپېلۍ او د پوکي نور سازونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG