د لاسرسي ځای

تازه خبر

صمدخان اڅکزي راته وويل کاڼو غرونو ته هم د وطن پېغام ورسوه


عبدالصمد خان اڅکزی. فايل فوټو
عبدالصمد خان اڅکزی. فايل فوټو

ډاکټر جميل پانېزی وايي چې کله له خان عبدالصمد خان سره ضلع زيارت ته روان وو نو ده لاوډ سپيکر بند کړ نو صمد خان اڅکزي ورته وويل اعلان جاري و ساته او د پښتونخوا پېغام د وطن کاڼو غرونو ته هم ورسوه.

د پښتون سياستوال خان عبدالصمد خان ۴۲ تلين د چارشنبې په ورځ د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې و لمانځل شو. نوموړی په ۱۹۷۳ د دسمبر په دومه نېټه په کوټه کې پخپل کور په بمي چاودنه کې و وژل شو. په لندن کې مېشت ډاکټر جميل خان پانيزی له خان عبدالصمد خان سره د يو ځوان مبارز په توګه نژدې وخت تېر کړی وو. عبدالحي کاکړ له ډاکټر جميل سره عبدالصمد خان اڅکزي په اړه مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې ده په لومړي ځل هغه چرته او څنګه و ليدی؟

صمد خان اڅکزي راته وويل کاڼو غرونو ته هم د وطن پيغام ورکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG