د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستان کې تر ټولو زیات پښتانه ماشومان بې کوره دي"


په پېښور کې بې کوره ماشومان
په پېښور کې بې کوره ماشومان

"د پښتنو ماشومانو د بې کورۍ شمېره ځکه لوړه ختلې چې، یو په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات وشول، بل د پښتنو سکولونو ته په کم شمېر کې ځي"

د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي، د پېښورپه شمول د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د هغو ماشومانو په شمېره کې زیاتوالی راغلی دی، چې په لارو کوڅو او بازارونو کې مزدوري کوي، او هم خیر غواړي. دغه ماشومان اکثره په نشو روږدي کېږي او هم د ناوړه خلکو لاسونو ته لوېږي.

د ماشومانو حقونو غورځنګ «چایلډ رایټس موومنټ» په کراچۍ کې په تېره میاشت کې په خپل یو رپوټ کې ویلي دي،په پاکستان کې د هغو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، چې په لارو کوڅو او بازارونو کې خیر غواړي او یا څه نا څه مزدوري کوي.

د خېبر پښتونخوا د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو او د خېرښېګړې کمیشن یو مشر اعجاز خان، د بې کوره ماشومانو د زیاتولي وجوهات بیانوي: ((په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو له وجې خلک بې کوره کړل شول، سېلاوونه راغلل، د ماشومانو سکولونه وران شول، بیا افغان ماشومان هم په پېښورکې په لارو کوڅو کې مزدورۍ کوي، او دا هغه وجې دي چې د بې کوره ماشومانو شمېره زیاته شوې ده.))

بلخوا د ماشومانو حقونو لپارهد یوې غیرسرکاري کارکونکې ادارې «سپارک» یو مشر جهانزیب خان وایي، په نوره نړۍ کې د بې کوره کړل شوو ماشومانو ژوند په ښه کېدو دی خو په پاکستان کې یې ښه والی نه لیدل کېږي.((چېرته چې سکولونه نشته، او بیا د فاټا نه راغلي ماشومان هم سکولونو ته نه ځي، دوی په بازارونو کې کارونه کوي. د [کارګرانو جهاني تنظیم] په خپل یو رپوټ کې وایي، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو په مشقت کې کمی راغلی خوپه پاکستان او پتېره د پښتنو په سیمو کې د مزدورکاره ماشومان شمېره زیاته شوې ده. ))

د ماشومانو حقونو غورځنګ دا هم وایي، په لارو کوڅو، بازارونو، مستريخانو او یا نورو کارخانو کې کارکونکي ماشومان په مختلیفو نشو روږدي کېږي، او دا هغه وجه ده، چې د داسې ماشومانو اوسط عمر څه نا څه ۳۰ کاله وي.

د ماشومانو حقونو ادارې وایي، دغه ماشومان اکثره د غلطو کارونو لپاره هم استعمالېږي. د پاکستان په آیین کې د اتلسم بدلون لاندې صوبو ته اختیار ورکړل شوی دی، چې د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو لپاره قانونسازي وکړي.

دا چې په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو لپاره قانون څومره عملي دی؟ د نړیوالې ادارې [سېو دې چلډرن»] یو کار کونکی ارشد محمود وایي: ((په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو حقونو خوندي ساتلو ډېره ښه قانونسازي شوې ده، خو دغه قانون په سمه توګه نه عملي کېږي))

د خېبر پښتونخوا د ماشومانو مسلو په اړه د کمیشن یو مشر اعجاز خان دا هم وایي، موجوده حکومت تېره میاشت په پېښور کې د بې کوره ماشومانو لپاره د [زموږ کور] په نامه یو مرکز هم پرانستلی.

د دغه کمیشن د کار په اړه اعجاز خان وایي: ((موږ دا کوښښ کوو، چې د دغو ماشومانو کورنیو ته دا ووایو، باید دوی خپل ماشومان سکولونو ته ولېږي، او په دې اړه مو د پوهاوي موندلو کمپاین هم پیل کړی دی، او له ګڼو ولسي ټولنو سره پر دې ستونزه خبرې کوو.))

چایلډ رایټس موومنټ په خپل یو رپوټ کې دا هم وایي، د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د داسې ماشومانو شمېره زیاته شوې ده، چې هیڅوک نه لري، او ان شپې هم بهر پر بازارونو، سړکونو او لارو تېروي.

XS
SM
MD
LG