د لاسرسي ځای

نن ماسپښین خواوشا دوه بجې د خوست- ګردیز د سړک په اوږدو کې د خوست د ولایتي شورا یو استازي حبیب خان تڼیوال په ګاډي پسې چاودنه شوې، چې له کبله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي، خو په خپله وکیل له دې پيښې روغ وتلی دی.

د خوست د امنیه قوماندان د دفتر امر سمونیار فیض محمد ساهو مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د خوست د ولایتي شورا غړي حبیب خان تڼیوال شخصي ګاډی د خوست-ګردیز د عمومي سړک څخه اداري کمپلیکس ته راتاو شو.

ده وویل، په ګاډي کې له وکیل سره یو شمېر ملکي وګړي ول، چې دوه تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

فیض محمد ساهو زیاته کړه، چې په ټپیانو کې د ولایتي شورا دوه ساتونکي هم شامل دي.

د ده په خبره تر اوسه نه ده جوته شوې، چې دا چاودنه د سړک د غاړي د بم وه او که دې مقناطیسي ماین، خو د موضوع په اړه د پولیسو او کشفي ادارو له خوا پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه کوم چا د دې چاودنې مسوولیت هم پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG