د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان ولسمشر ته د ورتلو بلنه ورکړې


پخوانی سفارتکار ایاز وزیر وايي چې دواړه ملکونه پر یو بل اعتماد نه کوي او داسې سفرونو په اعتماد بحالولو کې مهمه ونډه لري.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر یو چارواکي وايي، وزیراعظم نواز شریف د تېرې میاشتې په دېرشمه نېټه په پاریس کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته د پاکستان دورې بلنه ورکړې ده.

که څه هم د خارجه دفتر چارواکي مشال راډيو ته دا ونه وویل، چې اشرف غني د وزیراعظم نواز شریف د دورې بلنه قبوله کړې او که نه خو په اسلام آباد کې د افغانستان سفارتخانه هم د اشرف غني د پاکستان سفر پخلی نه کوي.

بلخوا د پاکستان رسنۍ وايي چې ولسمشر اشرف غني به د روانې میاشتې په نهمه (۹) نېټه د پاکستان سفر پرمهال له وزیراعظم نواز شریف سره په ګډه د آسیا زړهکنفرانس پرانسته کوي او له پاکستانيو چارواکو سره په ملاقانونو کې به په دې خبره غور کوي چې دواړه هېوادونه د سږني کال په جولای میاشت کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرو ځنډېدلی بهیر څنګه له چین او امریکا سره په ګډه ه یو وار بیا پیل کړي.

که ولسمشر اشرف غني پاکستان ته ځي،نو د نوموړي سفر به څه ګټه ولري؟

خبریال طاهر خان وايي، امکان شته چې د دې سفر له وجې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځ ځنډېدلی مذاکراتي عمل یو وارې بیا پیل شی.

بلخوا پخوانی سفارتکار ایاز وزیر وايي چې دواړه ملکونه پر یو بل اعتماد نه کوي او داسې سفرونو په اعتماد بحالولو کې مهمه ونډه لري.

خو د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک وايي،د راویتي اقداماتو پرځای باید،دواړه ملکونه اوس عملي ګامونه پورته کړي.

د یادولو ده چې د پروسږ کال په سیپټېمبر میاشت کې د افغانستان ولسمشر په توګه د سوګند کولو یوه نیمه میاشت ورسته اشرف غني د پاکستان سفر پرمهال له وزیراعظم نواز شریف او د پوځ مشر جنرل راحیل شریف سره جلا جلا ولیدل خو د سږني کال په اګست میاشت کې نوموړي په کابل کې خبریالانو ته ویلي ول چی پاکستان په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان سره هېڅ عملي همکاري نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG