د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان باید د ترهګرۍ ضد مبارزې مالومات شریک کړي"


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال او سرپرست نصیر احمد اندېشه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال او سرپرست نصیر احمد اندېشه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان باید د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې له ترهګرۍ سره د خپل هېواد مبارزې په اړه معلومات ورکړي.

د دغه وزارت مرستیال او سرپرست نصیر احمد اندېشه وایي، پاکستان د دغه کنفرانس کوربه دی نو پکار ده چې پر ډېرو مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلي اندېشه نن په دې اړه خبریالانو ته وویل:

«پاکستان باید د دغه کنفرانس د کوربه په توګه د هغو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ترسره شوې دي، هیله من یو چې د دسمبر نهمې نېټې له دغه کنفرانسه مثبت پیغام ولرو.»

د آسیا د زړه هېوادونو کنفرانس چې د استانبولب هیر په نوم هم یادېږي؛ لومړی ځل په ۲۰۱۱ کال کې په ترکیه کې غونډه وکړه او تر دې مهاله یې څلور غونډې کړې دي.

په دغه غونډو کې پر سیمه ییزو موضوعاتو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې په مسالې خبرې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG