د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز: ۱۱ وسله وال نیول شوي


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کندز کې د جندالله ۱۱ کسیزه وسله واله ډله نیولې ده.

دې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دا کسان چې د ملي اردو پوځي یونېفورم يې په تن و، د ملي امنیت د منسوبینو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي چې له دغو کسانو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG