د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د صمد خان اڅکزي دوه څلوېښتم تلين لمانځل کيږي


عبدالصمد خان اڅکزی
عبدالصمد خان اڅکزی

خان شهيد نه يوازې يو ملت پاله سياستوال وو بلکې په پښتو ژبه يې ګڼ کتابونه ليکلي او ژباړلې هم دي. نوموړي د پښتنو د سياسي بيدارۍ لپاره يوه ورځپاڼه هم چاپوله او د پښتنو د حقونو لپاره يې تر ديرشو ډير کلونه د برطانيه او پاکستان په زندانونو کې تېر کړي دي.

نن د پښتون ملت پاله سياستوال او ليکوال عبدالصمد خان اڅکزي تلين لمانځل کيږي. نوموړي له برطانويانو څخه د پښتنو د حقونو لپاره سياسي مبارزې کړې وه او په ۱۹۷۳ کال کې د دسمبر په دوهم تاريخ کوټه کې په بمي چاودنه کې ووژل شو. هغه د سياست تر څنګ په پښتو ادب کې هم کار کړی وو او د لسو په خواو او شا کې يې کتابونه ليکلي او ژباړلې دي.

صمد خان اڅکزي د برطانيه او پاکستان په زندانونو کې له ديرشو ډېر کلونه تېر کړي وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اوسني مشر، محمود خان اچکزي پلار، عبدالصمدخان اچکزی د خان شهيد په نامه شهرت لري. هغه د ۱۹۰۷ کال د جولايي په ۷ تاريخ د بلوچستان په ګلستان کې زيږيدلی وو. نوموړي د خپل سياسي جدوجهد پر مهال د برطانويانو او د پاکستان تر جوړېدو وروسته د پاکستاني حکمرانانو په لاس خوا او شا ديرش کاله قيد هم تير کړی.

تر اوسه د اڅکزي د وژونکو په اړه هیڅ مالومات نه دي شوي.

تمه ده چې نن به په بېلابېلو پښتنو سيمو کې د خان شهيد په ياد کې غونډې کيږي. د کار پوهانو په خبره، عبدالصمد خان اڅکزی په جنوبي پښتونخوا کې لومړی کس و چې سیاست یې پیل کړ.

باچا خان او صحمد خان اڅکزی په يوه جلسه کې
باچا خان او صحمد خان اڅکزی په يوه جلسه کې

د تاريخ ليکونکو په وينا د صمد خان غور نيکه د احمد شاه بابا په پوځ کې ډيره مهمه دنده او حیثيت درلود.

د هغه په اړه د مشال ريډيو د اتلان خپرونې د څيړنو تر مخه صمد خان لا وړوکی وو چې پلار يې وفات شو. د پلار تر مړينې وروسته يې ماما محمد عليخان سرپرستي پيل کړه. د ديارلسو کالو وو چې په ١٩١٩ کې د ګلستان په مډل سکول کې په دريم ټولګي کې داخل کړل شو. د پښتونخوا عوامي ملي ګوند يو مشر ښاغلی عبدالرحيم مندوخيل په خپله يوه مقاله کې ليکي چې کله صمد خان په څلورم ټولګي کې په ټوله صوبه کې لومړى شو او د مياشتې دولس ١٢ کلدارې وظيفه يا سکالرشپ يې وګاټه نو هغه به يې د بې وزله زده کوونکو د تعليم لپاره خپل يو مشر استاد ته ورکولې.

تاريخ پوهانو ليکلي چې صمد خان لومړنۍ زده کړې تر اتم ټولګي پورې په منظمه توګه ترسره کړې وې، بيا يې نورې زده کړې په دوديزه توګه د سيمې له ديني عالمانو څخه ترسره کړي. وروسته يې په زندان کې ځيني زده کړي د ځان سره په شخصي ډول زده کړې وکړي د امتحانونو په ورکولو سره يې تعليمي سندونه واخيستل.

د خان شهيد زوی ډاکټر حامد اڅکزي د مشال ريډيو اتلان خپرونې ته ويلي وو چې پلار يې سياست له ډيرې ځوانۍ څخه پيل کړ او د خوښي ايډيال يې غازي امان الله خان وو. د نوموړي په وينا چې خان شهيد له پيل څخه دوی ته د پښتو او د پښتنو د حقونو خبرې کولي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

عبدالصمد خان اڅکزي په ۱۹۳۷ کال کې د انجمن وطن په نامه سياسي ګوند جوړ کړ. په دې ګوند کې د سيمې ګڼ مخور شامل شول. وروسته يې په خلکو کې د سياسي شعور زياتولو لپاره يوه ورځپاڼه چاپول شروع کړل.

د پاکستان له منځته راتلو وروسته هم خان شهيد خپلې سياسي او د ټولنې د اصلاح کولو مبارزې ته دوام ورکړ. په١٩٥٦ کالکې د خان شهيد او د نورو ګوندونو د مشرانو په هلو ځلوټول قوم پرست ګوندونه سره ګډ شول او د نېشنل پارټۍ يو لوی ګوند يې جوړ کړ چې پکې د هغه وخت د باچا خان په مشرۍ د خدايي خدمتګار او صمد خان د ورورو پښتون ګوندونو ترڅنګ د هغه مهال د سنديانو، بلوچانو، پنجابيانو او بنګاليانو ګوندونه شامل وو.

که څه هم په ۱۹۴۷ کال کې هند او پاکستان دواړه ازاد شول خو د بېلابېلو سياسي وجوهاتو له امله نه د باچا خان او نه هم د صمد خان د پښتنو د ازادۍ او د دوی د حقونو د لاس ته راوړنې ارمان پوره شو.

XS
SM
MD
LG