د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو رسنیو کې سانسر او پر لیکوالانو بندیز


اسلام اباد ښار
اسلام اباد ښار

څېړونکې ډاکټر عایشه صدیقه وايي، د پخواني پوځي واکمن ضياءالحق په دور کې به سپينې پاڼې چاپېدې او اوس پاڼې ډکې وي خو آواز ترې ايستل شوی وي

په پاکستان کې په دا وروستيو کې په داسې حال کې د يوې ورځپاڼې لخواپر دوو ليکوالانو د ليکنو خپرېدو بنديز ولګول شو چې حکومت د بيان د آزادۍ او د جمهوريت د پياوړتيا ادعاوې کوي. بلخوا بيا يو شمېر ليکوالان وايي چې ليکنې يې سنسر کيږي. که څه هم ليکوالانو ته د دوی پر ليکنو د بنديز لامل نه دی ښودل شوی خو هغوی پر پوځ او استخباراتي ادارو تور پورې کوي چې له مقابل لورې يې بيا ترديد شوی دی. دا چې په پاکستان کې رسنۍ څومره آزاده دي او ولي پر ليکنو بنديز لګول کيږي؟

زما نيوکې خو زياتره وخت پر جرنېلانو وي نو ما ته په دې کې هېڅ شک نشته چې زما ليکنې پاکستاني پوځ بندې کړې دي.
ډاکټر تقي

ډاکټر محمد تقي له تېرو شپږو کلونو راهيسې د پاکستان په انګريزې ژبې ورځپاڼې ډېلي ټايمز کې ليکل کول خو نوموړي ته څه کم يوه اونۍ وړاندې د ورځپاڼې د مدير لخوا برېښناليک ولېږل شو چې د ځينو وجوهاتو له کبله نور د نوموړي ليکنې نشي چاپولای.

له ډاکټر تقي مې وپوښتل چې د نوموړي پر ليکنو چا اعتراض کړی و او ده داسې څه ليکل چې بنديز پر ولګېدی؟ نوموړی وايي،

((نوم يې نه دی اخيستی چې چا اعتراض کړی دیی. زما ليکنې خو زياتره وخت د افغانستان، پاکستان، په ځانګړې توګه په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅانو په اړه وي. بيا په پاکستان کې د هغو خلکو په اړه وي چې د طالبانو له اړخه تر فشار لاندې راغلي دي لکه شيعه ګان او احمديان. نو اوس دوې خبرې کېدای شي چې يا خو به طالبان دا وايي چې زما ليکنې دې بندي شي او يا هم د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې. زما نيوکې خو زياتره وخت پر جرنېلانو وي نو ما ته په دې کې هيڅ شک نشته چې زما ليکنې د پاکستاني پوځ لخوا بندي شوي دي.))

تر ډاکټر تقي وړاندې هم يادې ورځپاڼې پر دوو نورو ليکوالانو محمد علي تالپور او فرحت تاج بنديز لګولی و. تالپور وايي چې په ۲۰۱۰م کال کې يې ليکنې پېل کړې خو په ۲۰۱۳م کال کې بنديز پر ولګېدی. او بيا د روان کال د جون راهيسې يې ليکل پېل کړل چې تېره اونۍ بنديز پر ولګېدی. دا چې نوموړي ته مدير د ده د ليکنو بندېدو لامل څه ښودلی و؟ دی وايي....

((دوی ماته ویل که د بلوچستان په اړه ونه ليکې نو مناسبه به وي. ما ورته ويل چې د بلوچستان پرته زه پر بل څه ليکل نشم کولای. نو بيا ما په ډېلي ټايمز ورځپاڼه کې ليکل پرېښودل. د بلوچستان په اړه که څوک اعتراض لري نو هغه د پاکستان پوځ يا حکومت دی.))

د جمهوريت ملاتړي خبريالان او ټي وي چېنلونه له کړاوجن حالت سره مخامخ دي.
خبریال حامد میر

په پاکستان کې که څه هم په لسګونه ورځپاڼې او ټي وي چېنلونه دي خو په اړه یې ادعا کيږي چې د اسټېبلیشمېنټ یا پوځ تر اغېز لاندې دي. د دې هېوادد جيو ټي وي مشر خبريال حامد مير څخه مې و پوښتل چې پاکستانۍ رسنۍ تر کومه حده آزاده دي؟ نوموړی وايي....

((دا يو څرګند راز دی. که چيرې تاسو د هر هغه فعاله خبريال سره خبرې وکړئ چې هغه د خپل زړه حال درکړي، نو درته وبه وايي چې پاکستاني رسنۍ آزاده نه دي. پاکستاني رسنۍ د رياستي او غېر رياستي ادارو تر فشار لاندې دي. ځينې پاکستاني استخباراتي ادارې خو بيا ځينې چېنلونه او خبريالان په نيابتي ډول استعمالوي. له همدې کبله د جمهوريت ملاتړي خبريالان او ټي وي چېنلونه له کړاوجن حالت سره مخامخ دي.))

اوسنی دور کټ مټ هاغه په ۱۹۸۰ مه لسيزه کې د پخواني پوځي واکمن ضياوالحق د دور غوندې دی. هغه وخت به سپينې پاڼې چاپېدې او اوس پاڼې ډکې وي خو آواز ورڅخه ايستل شوی وي
ډاکټر عایشه صدیقه

په پاکستان کې ځينې ليکوالان د پوځ پر تګلارو هم نيوکه کوي او په دې اړه يې ليکنې چاپيږي چې يوه يې ډاکټر عايشه صديقه هم ده. نوموړې وايي په ډېر احتياط ليکنې کوي خو بيا هم رسنۍ بشپړه آزاده نه دي او ليکنې سانسر کيږي.

((د پاکستان په ځواکمن اسټبلشمنټ کې پوځ لوی رول لري چې هغه څرګند دی. يو وخت و چې په کراچي کې به د متحده قومي موومنټ له کبله چوپتيا وه، خو هغه يوازې تر کراچي محدوده وه. په پاکستان کې چې د سنسر کېدو نوې څپه راغلې ده، دا کټ مټ په ۱۹۸۰ مه لسيزه کې د هېواد د پخواني پوځي واکمن ضياوالحق د دور غوندې ده. هغه وخت به سپينې پاڼې چاپېدې او اوس پاڼې ډکې وي خو آواز ورڅخه ايستل شوی وي.))

یو شمېر لیکوالان له نیوکو ډکې لیکنې کوي، خو هېچا یې مخه نه ده نیولې
پروېز رشید وفاقي وزیر

په دې اړه مې د پاکستاني پوځ د عامه تعلقاتو له ادارې (آی اېس پي آر) سره د اړيکې نيولو هڅه وکړه خو ټليفون يې ځواب نه ويلي. وروسته مې په پاکستان کې د ځينو ليکوالانو پر ليکنو د بنديز او په رسنيو کې د سانسر کېدو په اړه د دې هېواد د اطلاعاتو د مرکزي وزير سېنېټر پروېز رشيد څخه وپوښتل نو نوموړي وويل چې يو شمېر ليکوالان د نيوکو ډکې ليکنې کوي خو چا يې مخه نه ده نيولې.

(( که چيرې يو ورځپاڼه يا د هغه مالک په خپله خوښه يو ګام پورته کوي نو د هغه لامل هر څوک په خپل فکر سره تشريح کوي. خو ما ته د خبريالانو هېڅ يوه تنظيم شکايت نه دی کړی چې د خبريالانو پر ليکنو بنديز لګول کيږي.))

په پاکستان کې دا وخت تر ۱۰۰ زيات ټي وي چېنلونه او تر ۸۰۰ زياتې ورځپاڼې فعاله دي. خو دا هېواد د خبريالانو لپاره په نړۍ کې يو تر ټولو خطرناکه ګڼل کيږي.

XS
SM
MD
LG