د لاسرسي ځای

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ نااعلان شوې دښمني ده"


د افغانستان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني

"افغان حکومت له خپلو ټولو وګړو سره خبرې کوي. د [طالبانو پخواني مشر] ملا عمرله مړینې وروسته د طالبانو په نامه هېڅ ډله وجود نه لري."

د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د فرانسې ټېلیویژن «فرانس ۲۴« د افغانستان ـــــ پاکستان اړیکو، له طالبانو سره خبرې او پر امنیتي مسلو مرکه کړې چې نن د سېشنې ورځ یې خپره کړې ده.

د افغانستان او پاکستان پر اړیکو د خبریال مارک پېرېلمن پوښتنې ته ځواب کې ولسمشر اشرف غني وویل:

“له افغانستان سره د پاکستان اړیکې پر درې ــ اړخیزه شخړه ولاړې دي. لومړی، سیمه ییزه ترهګري ده چې مرکزونه او روزنیز پټنځایونه یې په پاکستان کې دي. په هغوی کې ځینې د پاکستانیو پوځي عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته لېږدول شوي دي، ځینو یې لا هم [له پاکستانه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی]. نو روانه ترهګري یو مشترک ګواښ دی. دویم، طالبان اوس افغانه او پاکستانۍ ګډه پدیده ګرځېدلې ده. چې د افراطیت بڼه یې خپله کړې ده. او دریم، له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د افغانستان ـــ پاکستان ترمنځ نااعلان شوې دښمني روانه ده.”

له ولسمشره غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ممکنه خبرو بیاپیلولو په اړه وپوښتل شول نو نوموړي یې په ځواب کې وویل.

"افغان حکومت له خپلو ټولو وګړو سره خبرې کوي. د [طالبانو پخواني مشر] ملا عمرله مړینې وروسته د طالبانو په نامه هېڅ ډله وجود نه لري. اوس د طالبانو ډلې دي او موږ به په هغوی کې ځینې خبرو ته راوبولو. که په هغوی کې ځینې د پاکستان په منځګړیتوب له [افغان حکومت] سره خبرو ته کېنستل غواړي، نو موږ ته دا خبره سپینول پکار ده، چې تر کومو لاسته راوړنو [شرطونو] لاندېاو تر څه ډول طریقه کار لاندې به خبرې کېږي."

د فرانس ۲۴ ټیلیویژن د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ترهګرۍ ضد جګړه یې څنګه روانه ده نو افغان ولسمشر اشرف غني ورته په ځواب کې وویل:

"ټېروریزم ډېر په چټکۍ سره زده کړه کوي. له اخلاقي پلوه بېخي منکر، خو له ټولنیز پلوه یو سیسټم جوړ شوی دی. دوی له نننۍ ټېنکنالوژي سره ، د زدکړې له بنې سره، د روزنې، ګمارنې او پروپاګند له بڼې سره تړلي دي. د دوی کړنلاره تش ویره خورول دي. ځانمرګی برید څه دی؟ دا د خوځښت پر ازادۍ یو برید دی. دا د ولس او دولت ترمنځ پر اړیکو یو برید دی. دا د ولسونو ترمنځ د باور پر اړیکو یو برید دی. دا [په افغانستان کې ترهګري] یو ګواښ دی. موږ یې پر وړاندې چلند کوو. دا خوره شوې نه ده، دا یو اوسنۍ بڼه ده او زموږ ورته پام دی."

له افغانستانه په لویه کچه د ناټو او اېتلافي عسکرو تر وتو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر اشرف غني وویل: اوس مهال افغانان په خپله د هېواد دفاع کوي.

"موږ په خپل سر د هېواد ساتنه کوو. په یاد ولرئ چې یو لاک پنځه دېرش زره ځواکونه اوس نشته او موږ د ټولو وړاندوینو برعکس د [خپلځان دفاع] کړې ده. دا افغانان دي چې جګړه کوي، ژوند له لاسه ورکوي خو د خپل هېواد دفاع کوي. که نړۍ راسره ده نو وجه یې دا ده چې دا زموږ ګډه زمه واري ده."

دا مرکه له هغه وروسته خپره شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني تېر ماښام په پېرس کې له پاکستاني وزیراعظم نواز شریف سره لیده کاته وکړل.

XS
SM
MD
LG