د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننگرهار: وسله والو په نوې بڼه ماینونه جوړ کړي


افغان چارواکي وايي چې د ننګرهار د ملي امنيت کارمندانو پينځه تنه وسله وال له داسې ماینونو سره نیول شوي چې کاڼو يا ډبرو ته ورته دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي د سیشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويلچې په نيول شويو وسله والو کې درې تنه د داعش له ډلې سره تړاو لري.

دی وايي چې د ملي امنيت د پلټنو په اساس یادو وسله والو د بشر د حقونو د خپلواک کميسیون په موټر، د یونما د دفتر د ساتونکو په موټر او د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي انجینر غفار په موټر چادونو کې لاس درلود.

خوګياڼي زیاتوي چې نيول شويو کسانو په یادو جرمونو اعتراف کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG