د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د ګوزڼ پر ضد کمپاين پيل شو


په ننګرهار کې د پوليو پر ضد د ويکسینو څلور ورځينی کمپاین پيل شو. د روغتيا چارواکي وايي چې په دغه کمپاین کې به څه باندې شپږ لکه هغو ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد څاڅکي ورکول کيږي چې عمرونه يې تر پنيځو کلونو کم وي

په ننګرهار کې د پوليو پر ضد د ويکسینو څلور ورځينی کمپاین پيل شو. د روغتيا چارواکي وايي چې په دغه کمپاین کې به څه باندې شپږ لکه هغو ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد څاڅکي ورکول کيږي چې عمرونه يې تر پنيځو کلونو کم وي خو په ځينو نا امنه ولسواليو کې به تر ديرش زره پورې ماشومان د ګوزڼ پر ضد له څاڅکو محروم شي.

د ګوزڼ پر ضد د ويکسینو د څاڅکو دغه کمپاین د سیشنبې په ورځ پيل شو چې د جمعې تر ورځې پورې به دوام وکړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال د کمپاين د پرانستې پر مهال وويل، دا چې په ننګرهار ولایت کې د پوليو پيښې د نورو ولایتونو په نسبت زیاتې ثبت شوي، نو په کار ده چې په دغه ولایت کې ټولو هغو ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد د ويکسين څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي، نوموړي وويل:

(( په دغه کمپاین کې به ۶۲۷۰۰۰ ماشومان د ۳۵۰۰ کارکوونکو له خوانه ويکسین کيږي، خو متاسفانه موږ په ځینو ساحو کې نه يو توانیدلي چې دغه کمپاین عملي کړو چې هغه د اچين ولسوالۍ ځینې ساحې دي، د هسکې مینې ټوله ولسوالي ده. د بټي کوټ ولسوالۍ کې هم له ځينو ستونزو سره مخ شوي يو، تقریباً د ۳۰۰۰۰ په شاو خوا کې ماشومان به د ويکسینو له تطبیق نه پاتې کيږي.))

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د نشراتو مدير مولانا عتیق الله فضلي د جوماتونو په ملا امامانو غږ وکړ چې د ممبر له لارې په خلکو غږ وکړي چې خپل ماشومان د پوليو په ضد ويکسين کړي.

(( د ننګرهار ولایت د حج اوقافو سره چې څومره رسمي او غير رسمي خطیبان، امامان او په ولسواليو کې زموږ د اوقافو مامورین او مدیران په هغو ټولو باندې زه غږ کوم چې د پوليو د ویکسینو له کارکوونکو سره د خپلو ممبرونو له لارې پوره کمک وکړي. ))

د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال راهيسې تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پوليو اولس پيښې ثبت شوي چې اته يې په ننګرهار ، څلور په فراه او په کونړ، هلمند، هرات، کندوز، او فاریاب ولایتونو کې يوه يوه پيښه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG