د لاسرسي ځای

تازه خبر

"روسیه په تورونو لګولو د ترکیې فضايي حدودو سرغړونه پټوي"


د ترکیې لومړي وزیر احمد دوتوغلو
د ترکیې لومړي وزیر احمد دوتوغلو

دوتوغلو د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه پر روسیې غږ وکړ چې د خبرو لپاره دې پوځي او سیاسي لارې پرانیستې وساتي، او ټینګار یې وکړ چې د روسیې دریځ د سوریې کړکېچ د روسیې او ترکیېترمنځ پر کړکېچ اړوي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد دوتوغلو روسیه تورنه کړې چې د ترکیې فضايي حریم سرغړونه په بې ځایه تورونو پټول غواړي چې ګواکې انقره په شام کې له اسلامي دولته «داعش» د تېلو واردولو ناروا کاروبار کوي.

د روسي ولسمشر ولاديمیر پوتین پر ترکیې تور پورې کړی چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د تېلو ګټور کاروبارژغورلو په موخه یې روسۍ جنګي جیټ الوتکه په نښه کړې وه خو ترکیه دغه تور ردوي.

دوتوغلو د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه پر روسیې غږ وکړ چې د خبرو لپاره دې پوځي او سیاسي لارې پرانیستې وساتي، او ټینګار یې وکړ چې د روسیې دریځ د سوریې کړکېچ د روسیې او ترکیېترمنځ پر کړکېچ اړوي.

ترکیې ویلي، د نومبر پر ۲۴مه نېټه د دوی اېف ــ ۱۶ الوتکې اله روسۍ اېس یو ــــ ۲۴ اېم جنګي الوتکه وویشتله چې د ترکیې فضايی حریم ته ننوتله او ترکي پیلوټانو لس ځلې ورته خبرداری ورکړی وو.

روسیه ټینګار کوي چې الوتکه یې په شام کې الوتله.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د نومبر پر ۳۰مه نېټه ویلي ول، چې له ثبوتونو ښکاري چې روسي جېټ د ترکیې فضايي حریم سرغړونه کړې وه، دغه خبره په ناټو کې د امریکا سفیر هم تکرار کړې ده.

د انقرې خلاف د مسکو تازه پارونکې څرګندونې

پرون د نومبر پر ۳۰ مه نېټه په پاریس کې د اب و هوا بدلون په اړه د نړیوال کانفرانس په څنډو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي ول چې ترکیې ځکه روسۍ جنګي الوتکه نسکوره کړهچې له اسلامي دولت سره د تېلو خپل ناروا سوداګري خوندي وساتي.د الوتکې ویشتلو په هغه پېښه کې یو روسی پیلوټ هم وژل شوي وو.

پوتینله خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه : “موږله هره پلوه فکروکړ چې زموږ الوتکې د هغه تلوسې پوره کولو لپاره نسکوره کړل شوې چې د ترکي خاورې ته د تېلو رسول خوندي وساتل شي.”

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG