د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سویل ختیځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدل


د افغانستان په سویل ختیز زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر استازي وايي، چې د یاد زون په دریو ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې اوه سلنه ډېروالۍ راغلی دی.

د افغانستان په سویل ختیز زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر استازي وايي، چې د یاد زون په دریو ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې اوه سلنه ډېروالۍ راغلی دی.

دوی یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.

د ګردیز د سیمه ییز دفتر د ښځو د پراختیا او ملاتړ څانګې مشرې زرمینه شمس وویل، چې د سږ لمریز کال په اولو شپږو میاشتو کې د سویل ختیز زون په دریو ولایتونو کې د تاوتریخوالي ۱۵۳ واقعې ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوه سلنه ډېروالۍ ښيي.

زرمینه شمس وړاندې وايي:

((موږ په دریو ولایتونو کې تقریباً ۱۵۳ د تاوتریخوالي پيښې ثبت کړي دي، چې په هغه کې بیلابیلې قضیې دي، که څه هم د خودکشۍ واقعې کمې شوې دي، خو وهل ټکول زیات شوي دي، د وهل ټکولو له امله ځنې ښځې په قتل رسیدلي دي، لاس او پښې يې مات شوي دي، موږ دا ډیری شمیرې د روغتونونو نه ترلاسه کوو.))

د خوست د ښځو چارو رئیسه ډاکټره ملالۍ ولي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ارقامو د ډېریدو یو لامل دا بولي، چې اوسمهال مسوولو عدلي او قانوني ادارو ته د ښځو لاسرسۍ ډېر شوی او په دې پوۍ شوي، چې په حکومت کې د دوی ستونزو او مشکلاتو ته رسیده ګي کیږي.

دې هم مني، چې د تېر کال په پرتله په خوست کې د تاوتریخوالي پيښې ډېرې ثبت شوي دي.

مدني فعاله نسرین احساني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ګراف د لوړولو یو لامل ځنې ټولنیزې ستونزې یادوي او زیاتوي، چې د دوی په سیمه کې څو ورځې وړاندې یو جینۍ په ۳۵ زره ډالره واده شوې.

دې وايي، د دومره مهر ورکول د کورنیو له وسه پورته خبره ده او دا ډول مهر او ودونه له ستونزو او مشکلو خالي نه وي.

خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت ته چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخینوي کې د پولیسو د ښې همکارۍ له امله د ښځو چارو ریاست او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول، په یاده ناسته کې ډاډ ورکړ، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوترخوالي په مقابل کې به پولیس عمل وکړي:

((ټولو پولیسو ته مې دا هدایت دی، هر څوک چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جوړوي او د بد چلند نه کار اخلي، د ښځو چارو ریاست سره په تفاهم کې به پولیس د دوی په خدمت کې وي.))

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په ډيریدو انديښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د روان لمریز کال په لومړی نیمايي کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۷۹ پيښې ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷،۳۲ سلنه ډېروالۍ ښيي، د تاوتریخوالو د ثبت په جدول کې د لفظي او رواني خشونت ۹۰۰ پيښې، د فزیکي تاوتریخوالي ۷۳۱ پيښې، ۵۵۰ د اقتصادي خشونت، ۲۱۵ د کم عمری او جبري ودونو، ۱۸۳ د جنسي تاوتریخوالي او

۱۹۰ د ښځو او نجونو د قتل پيښې ثبت شوي، چې یوازې د قتل د ۵۱ پېښو عاملان د مسوولو کشفي او امنیتي ادارو له خوا نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG