د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ۱۸۲ مشکوکه مدرسې تړلې دي


د پاکستان داخله چارو وزارت لخوا تیره هفته قومي اسمبلې ته د یوې پوښتنې په جواب کې ویل شوې دې چې په پاکستان کې د بهر ملک په امداد چلونکې مدرسو شمیر یو سل او نوي دې چې پکې یوسل او اووه څلویښت په پنجاب صوبه، دېرش په بلوچستان اووه په خیبر پښتونخوا کې او شپږ په سند صوبه کې دي.

د داخله چارو وزارت په وینا چې یو سل او دوه اتیا مشکوکه مدرسې هم بندې کړې شوې دې او په مدرسو کې اصلاحاتو لپاره یې یوه کمیټي هم جوړه کړې ده چې پکې اتحاد تنظمیات مدارس ، د ترهګرې مخنیوي ادارې نیکټا او د مذهبي امورو وزارت په مشترکه توګه کار کوي او دا کمیټي به حکومت ته په مدرسو کې اصلاحاتو په اړه وړاندیزونه ورکوي.

یاده دې وي چې تیر کال په ارمي پبلک سکول د حملې نه پس د پاکستان وفاقي حکومت په سیاسي اتفاق رایې د ترهګرې مخنیوي لپاره قومي ایکشن پلان جوړ کړې وو او حکومت ویلې وو چې په مدرسو کې اصلاحات او د دې رجسټریشن هم د قومي ایکشن پلان برخه ده.

او هم دې لړ کې یې د مدرسو د بهرني امداد کتنې لپاره یې هلې ځلې د قومي ایکشن پلان ترلاندې شروع کړې دې خو د حکومت لخوا د مدرسو پر ضد د کاروایانې په اړه مدرسو سره تعلق لرونکې وایې چې حکومت له د هاغه مدرسو نومونه مخې ته راوستل پکار دي په کومو چې د حکومت له اړه بندیز لګي یا هغوی ته د بهر ملکونو نه امدادي رقم راځي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان علما کونسل مشر او د تحفظ مدارس دینیه ارګنایزیشن غړې مولانا طاهر اشرفي وایې د وړمبې ورځې راهیسي دوي ته په مدرسو کې د اصلاحالاتو په اړه اعتراض نشته خو چې کومې مدرسې په ترهګرې کې ککړې دې باید چې نومونه یې مخې ته راوستې شي.

،، کومې مدرسې چې په ترهګرې کې ککړې دې پکار ده چې داخله چارو وزارت یې نومونه جاري کړې ، موږ ته به څه اعتراض وي ، موږ به داخله وزارت سره په یو ځایې هغه مدرسې بندې کړو خو پکار دا ده چې د هغې نومونه دې مخې ته راوستل شي او د هغې لسټ دې جاري کړې شي. په مدرسو کې اصلاحاتو ، انتها پسندې او د ترهګرې خاتمې لپاره موږ کار کړې دې او د قومي ایکشن پلان موږ حمایت کړې وو او اینده کې به هم موږ په دې معامله کې ورستو کیږو نه،،

د قومي ایکشن پلان ترلاندې د مدرسو اصلاحاتو په اړه د ټولینزو چارو کار پوه پروفیسر حسن عسکري وایې وفاقي حکومت لخوا په مختلف وختونو کې د مدرسو په اړه مختلفه شمیره مخې ته راځي چې هغه کله لږه او کله زیاته وي.

د ده په وینا چې نه ښکاري حکومت به څه غټ بدلون په مدرسو کې راولي.

،، په عملي توګه کوم اقدامات چې موږ ته ښکاري نو هغه صرف دا په نظر راځي چې ځني خلک اونیول شي او دا هاغه خلک وي د چا چې څه سیاسي مرسته نه وي. او چې کوم تنظیمونه دي او یا لویې مدرسې دي نو په هغې حکومت لاس نه اچوي نو د هغې له وجې چې د مشکلاتو او د انتها پسندې کومې ذرایعې دې نو هغه زما پخیال اوس هم پاکستان کې شته. دا زرایعې خو پس منظر کې ضرور لاړې شي خو هغې خپل کار په مکمل توګه نه بندوي او زما نه دې خیال چې حکومت به دې مدرسو کې څه لوې بدلون راولي او یا چې کوم لوې تنظمیونه دي په هغې به لاس واچوي،،

د ذکر ده د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په دې ورستیو کې یو شمیر عالمانو سره یوه غونډه کړې وه چې په کې د مدرسو رجسټریشن اصلاحاتو او نصاب په اړه خبرې اترې شوې وې او عالمانو په دې لړ کې حکومت سره اتفاق هم کړې وو.

XS
SM
MD
LG