د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په ځینو هېوادونو کې نوي سفیران وګمارل


شکریه بارکزۍ په ناروې کې سفیره وګمارل شوه
شکریه بارکزۍ په ناروې کې سفیره وګمارل شوه

د ولسمشر اشرف غني له لارښوونې سره سم حضرت عمر زاخېلوال په پاکستان کې د افغانستان سفیر ګمارل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي چې د دې وزارت د وړاندیز او د ولسمشر له امر سره سم عمرصمد په بلجیم کې او شکریه بارکزۍ په ناروې کې میرویس نایاب په ترکمنستان کې او سیدمصدق خلیلي په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیران ګمارل شوي دي.

د بهرنیوچارو وزارت بیان زیاتوي چې د افغانستان نوي سفیران به له دې هېوادونو د اعتمادلیکونو د ترلاسه کولو وروسته په کار پیل وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG