د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان او پاکستاني مشران د پښتونخوا سیاستوالو په غوښتنه ویني"


د افغانستان ولسشمر اشرف غني له پاکستاني وزیر اعظم سره روغبړ کوي
د افغانستان ولسشمر اشرف غني له پاکستاني وزیر اعظم سره روغبړ کوي

په پام کې ده چې ولسمشر اشرف غني نن په پاریس کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره کتنه وکړي.

د افغانستان او پاکستان مشرانو لیدنه پر داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د طالبانو پخواني مشر د مړینې خبر له اعلانیدو وروسته زیات ساړه شوي دي.

ولسمشر غني چې د یوه شپږ ورځني سفر په موخه اروپا ته تللی، نن به همدا راز د اقلیم د بدلون نړېوال کنفرانس ته هم وینا وکړي او بیا به ایټالیا او له هغه وروسته جرمني او سویډن ته هم ولاړ شي.

په پام کې ده چې ولسمشر غني اروپا ته د شپږ ورځني رسمي سفر په پیل کې په پاریس کې د پاکستان او بریتانیا له وزیر اعظمانو سره وویني.

د راپورونو له مخې ولسمشر غني د نواز شریف دا غوښتنه ومنله، چې په پاریس کې د اقلیمي بدلون نړېوال کنفرانس په ترڅکې ورسره وګوري.

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې کړکیچ زیات شوی افغان ولسمشر مخکې ټینګار کاوه چې نه غواړي د پاکستان له وزیر اعظم سره وګوري.

خو په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار پرون یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، ښاغلي غني کابل ته ورغلیو د پښتونخوا او کوټې سیاستوالو، غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او له نوازشریف سره یې کتنه ومنله.

د دې پلاوي یو غړی د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وايي، د پاکستان له وزیر اعظم سره تر خبرو وروسته کابل ته ولاړ او له افغان ولسمشر سره یې وکتل.

اسفندیار خان د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، چې ولسمشر غني د پاریسغونډې غوښتنه ومنله:

"له نوازشریف سره ملاقات ته چې ولاړم، نو ورته ومې ویل چې ستاسو او افغانستان ترمنځ دروازې خو بېخي بندې دي. هغه وویل چې که تاسو ورته ویلای شئ چې پاریس ته راشي، ځکه هغه ویلي چې پاریس ته نه ځم. هغه ویل چې موږ او نورو هېوادو له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو ډېرې هڅې وکړې خو هغه یې نه مني. خو چې موږ کابل ته ولاړو نو ما ولسمشر غني ته د میا صاحب دا خبر وکړه او موږ هم ورته وویل چې له مذاکراتو پرته د دې مسئلې حل نشته نو دا دروازې بیخي مه بندوئ. نو ښه شول چې موږ ورغلو، خبره مو ورسره وکړه نو نن ولاړ پاریس ته."

ټاکل شوې چې ولسمشر غني به په درې اړخیزه غونډه کې له ګډون وروسته په پاریس کې د اقلیمي بدلونونو نړېوالې غونډې ته هم وینا وکړي او بیا به د فرانسې له ولسمشر فرانسوااولانډ سره وګوري.

د پلان له مخې افغان ولسمشر به نن ناوخته ایټالیا ته ولاړ شي او د هغه هېواد له مشرانو سره به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړي کولو په اړه خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ ویلي چې ښاغلی غني به سبا سې شنبې جرمني ته ولاړ شي او د هغه هېواد له ولسمشر او وزیر اعظمې سره به کتنه وکړي.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر به په هغه غونډه کې هم ګډون وکړي چې د افغانستان او جرمني د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په ویاړ جوړېږي.

اشرف غني به اروپا ته د سفر په وروستۍ برخه کې سویډن ته ولاړ شي.

افغان ولسمشر به له سویډني چارواکو سره ــ سره پر لیدنو کتنو سربېره د پلازمینې سټاکهولم د ټکنالوژۍ په شاهي انسټیټیوټ کې هم وینا وکړي.

د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان او سویډن ترمنځ په پرمختیايي برخو کې د همکاریو موافقه هم لاسلیک شي.

ویل کيږي چې د سویډن او جرمني له مشرانو سره د افغان ولسمشر د خبرو مهمه برخه به د هغو افغانانو د ستونزې په اړه بحثونه وي چې په دې وروستیو کې دې دوو هېوادونو ته کډه شوي دي.

سرچینه: ازادۍ راډيو

XS
SM
MD
LG