د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو : د ابراهیم زو خلک د ګیسو سهولت غواړي


فایل فوټو
فایل فوټو

د خېبر پښتونخوا په ضلعه هنګو کې د ابراهیم زو سیمې خلک له حکومته غوښتنه کوي چې دوی له دې د ګیس سهولت ورکړل شي.

د نور الحسن په نامه د سیمې یو کس مشال راډیو ته وویل ،د ضلعې په ډیرو برخو کې له ډېره وخته د ګیس پایپ لاین غزول شوی خو د دوی سیمې ته تراوسه ګیس نه دی ورکړل شوی.

« ګیس زموږ د کلي په لاره هنګو ته لیږدول شوی ، نو پکار ده چې موږ ته دې هم دغه سهولت راکړل شي. دا د بې انصافۍ خبره ده چې د درېوو کیلومیټرو په فاصله کې بهادر بانډې ته د ګیسو پایپونه غزول شوي او هغوی د ګیسو سهولت لري، خو موږ ترې بې برخې یو. موږ د حکومت نه د ګیسو سهولت غواړو. »

د سید زاهد حسین میا په نامه یو ځایي مشر مشال راډیو ته وویل دا چې د ګیسو سهولت نشته نو خلک د خپل ضرورت د پوره کولو لپاره ونې او بوټي وهي چې له دې سره په سیمه کې ځنګلونه او شینکي مخ په ختمېدو دي.

« موږ لوی غر لرو چې ځنګل هم پکې شته ، د حکومت پالیسي هم داده چې ونې ، بوټې او شینکي دې زیات وي ، نو دا هله ممکنه ده چې حکومت موږ ته د ګیسو سهولت راکړي. »

په دې اړه د سیمې مرستیال کمیشنر سید غفور شاه مشال راډیو ته وویل، د سیمې د اوسېدونکو د ګیسو په هکله دغې غوښتنې ته مثبت ځواب وایي او د دوی ټولې ګیلې به ختموي خو حکومت لا تر اوسه د دې جوګه نه دی چې د سیمې د خلکو ستونزه په سمدستی توګه حل کړي.

« اوس حکومت دا فیصله کړېده چې د ګیسو د امدن په مد کې چې کومې پیسې تر لاسه کیږي ، هغه به د ګیسو د پایپ لاین په غزولو کې په کار راوستل کیږي. ددې لپاره فنډ یوه لویه مسئله ده ، خو موږ به هڅه کوو چې په کال دوه کې د ټولو سیمو خلکو ته د ګیسو سهولت ورکړو. »

د هنګو ضلعې د خال خال سیمو پرته اکثره سیمې د ګیسو له سهولته بې برخې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG