د لاسرسي ځای

په پاکستان کې دا ایسټېبلیشمېنټ د پنجاب د سیاستدانانو، جرنیلانو، ملایانو، صنعتکارانو، خبریالانو او سرکاري او غیرسرکاري ادارو د مشرانو په لاس کې دی.

هر ریاست د خپلو ستراتیژیکي، سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره خپل نظام او خلک لري، خپله نظریه او فکر لري، خپلې لښکرې لري، خپله ټپه او چاربیته لري چې په وار وار يې د میډیا په بېلا بېلو چېنلونو، د نصاب په کتابونو، د ځینو سیاسي، وسله والو او مذهبي ډلو په قوي کولو او د ځينو په وهلو ولس ته رسوي. دې ټول نظام ته په ساده ژبه کې ایسټېبلیشمېنټ «Establishment» ویل کېږي. په پاکستان کې دا ایسټېبلیشمېنټ د پنجاب د سیاستوالو، جرنېلانو، ملایانو، صنعتکارانو، خبریالانو او سرکاري او غیرسرکاري ادارو د مشرانو په لاس کې دی.

هسې خو دوی وايي چې مونږ ټول مسلمانان یو او ټول پاکستانیان یو ، خو په عمل کې هره هغه پالیسي ، نظریه او د پرمختیا هره هغه منصوبه چې د پنجاب په ګټه نه وي نو د پاکستان په ګټه هم نه ده.

پنجاب او پاکستان د یو هېواد دوه نومونه دي. د اردو او انګلیسي ژبو د نوموړي لیکوال محمدحنیف په خبره په پاکستان کې پنجاب یوازنۍ بېلتونپاله صوبه ده.

د دې مثالونه موږ د پاکستان په سیاسي او ولسي تاریخ کې کتلای شو. باچاخان، عبدالصمدخان اڅکزی، اکبربګټي، ذوالفقار علي بوټو او نور یو شمېر ملتپاله مشران ځکه غداران ول چې د پنجاب د ګټو پر ځای د خپل ولس او خپل قام د ګټو خبره يې کوله. په دوی کې بیا په ځینو د کفر فتوې هم لګول شوي دي.د درېوو صوبو منتخبې اسمبلۍ وايي، کالاباغ ډېم یې په ګټه نه دی او خاوره او ولس یې ورته بربادوي خو یو پنجاب وايي چې له کالاباغ ډېم سره به د پنجاب ځمکې خړوبې او سیرابې شي او پاکستان به وده وکړي نو څوک چې کالاباغ ډېم نه مني هغه د هېواد دښمن دی. هم دغه شان د پاکستان او چین تر مینځ د اقتصادي راهدارۍ په معامله د پاکستان ایسټېبلیشمېنټ هغه سیاسي او ولسي مشران غداران ګرځولي دي چې د دغه کوریډور په اقتصادي ګټو کې د خپل ولس لپاره برخه غواړي.

پرویز خټک

پرویز خټک

چې زه خوشال خټک ، رحمان بابا ، غني خان او حمزه شینواري هم ویل غواړم نو بیا ماته د تنګ نظره او پرشاتللي پښتون نوم راکول کیږي.

د نصاب په کتابونو کې زه میرتقي میر، میرزا غالب، مومن خان مومن او ډاکټر محمداقبال خو وایم او څه اعتراض پرې نه لرم ځکه چې دغه د اردو ژبې لوی لیکوالان او شاعران وو خو که ووایم چې زه خوشال خان خټک، رحمان بابا، غني خان او حمزه شینواری هم ویل غواړم نو بیا ما ته د تنګنظره او پرشاتللي پښتون نوم راکول کېږي. او د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا پروېز خټک غوندې سیاسي مشران چې د پښتنو په ووټونو د اقتدار څوکۍ ته رسي په دې وینا هم نه شرمېږي چې «پښتو واورم نو په مغزو کې مې ډز کېږي»

پاکستان کې د اسلامي ګوندونو مشران

پاکستان کې د اسلامي ګوندونو مشران

د دې ایسټېبلیشمېنټ د کار انداز ډېر عجیبه او خونړی دی. دا د شطرنج لوبه ده، دا ایسټېبلیشمېنټ زورور په دې دی چې ټوپک هم لري او فتوا هم. د دې (دېو ) یا بلا یو سر نه دی بلها سرونه يې دي. کله د پوځي ډیکټېټر په شکل کې، کله د طالب کوماندان په شکل کې، کله د سیاسي مسیحا په شکل کې، کله د دیني مدرسو او سکولونو په شکل کې، کله د لښکرو په شکل کې، کله د کلتوري غونډو په شکل کې او کله د میډیا په چېنلونو د نوموړو خبریالانو په وسیله خبره هم د دې ایسټېبلیشمېنټ چلېږي. کیسه، فکر او منزل یو دی، انداز او اواز يې بدلېږي.

دا ایسټېبلیشمېنټ سندره هم وايي او مرثیه هم، کور درته هم ورانوي او اوښکې درسره هم تویوي، اتڼې هم درسره کوي او په حجره درته بمباري هم کوي، جرګه هم درسره کوي او جنګوي دې هم. سبا که چېرې زموږ په ملتپالو مشرانو کې څوک د ایسټېبلیشمېنټ نوم واخلي او د وطن د هر مصیبت ذمه واره يي ګڼي نو باید په موږ کې ترې څوک دا پوښتنه وکړي چې مشره دا خو سمه ده چې دا بلا ډېره زوروره او مکاره ده، خو په دې سیمه کې د دې ایسټېبلیشمېنټ د هرې تجربې فاتحین، هر وخت نور خلک ولې دي او غازیان او شهیدان یوازې موږ ولې یو؟

زما نصیب کې جانان نشته

که د تعویذ پر ځای ملا په غاړه کړمه

XS
SM
MD
LG