د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف : د داعش خلاف د نړیوالې مبارزې ننګه او ملاتړ کوو


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف

د پاکستان وزیراعظم وايي دوی د اسلامي دولت وسله والې ډلې او نورو وسله والو ډلو خلاف د نړیوالې مبارزې هرکلی او ملاتړ کوي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس APP لیکي چې نوازشریف دا څرګندونې پرون په مالټا کې د دولت مشترکه « دهمګټو هیوادونو » د سختدریځۍ سره د مقابلې په اړوند په غونډه کې د وینا پرمهال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر اوسه دا خبره نه مني چې د اسلامي دولت وسله واله ډله د دوی په خاوره کې فعالیت کوي. خو په ځینو ځایونو کې د نوموړې ډلې بیرغونه او شعارونه ترسترګو کیږي.

کشمیر کې یوشمېر خلکو د داعیش بیرغونه پورته کړي
کشمیر کې یوشمېر خلکو د داعیش بیرغونه پورته کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو کارپوه او پخوانی سفیر بیرسټر زاهد سعید وايي دا چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ ښکار دی نو غواړي چې له سیمې نه دې د ترهګرۍ نوغی وویستل شي. دی زیاتوي:

امریکا اوس د تروریزم پرضد د جنګ خبره نه کوي، پاکستان له هم په سوچ او فکر سره ګام پورته کول پکار دي
بیرسټر ذاهد سعید

« پاکستان له په ډېر سوچ او فکر سره ګام پورته کول پکار دي. امریکا اوس د تروریزم پرضد د جنګ خبره نه کوي، خو موږ تر اوسه لګیایو. موږ دا خبره ولې نه کوو چې دا بیلا بیلې ډلې دي او ورسره هماغسې چلند کول پکار دي. اوس که مونږ د داعیش پرضد ګامونه پورته کړو ، نو نړۍ به بیا موږ یوازې پریږدي. »

ایمل خټک
ایمل خټک

د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک بیا وايي ، که پاکستان د داعش خلاف د نړیوالې مبارزې برخه جوړېدل غواړي نو بیا خو اړینه ده چې داعش هم پاکستان لوري ته متوجه شي. دی زیاتوي :

پکار دا ده چې په حکومتي کچه ، په واضحو ټکو کې ، واضح انداز کې دې د وسلوالو ډلو خلاف ګامونه پورته کړل شي.
اېمل خټک

« هغه حالات او شرایط دې ختم کړای شي ، په کومو کې چې دا ډول وسلوال تنظیمونه سر راپورته کوي. پکار دا ده چې په حکومتي کچه ، په واضحو ټکو کې ، واضح انداز کې دې د وسلوالو ډلو خلاف ګامونه پورته کړل شي. »

په مالټا کې د دولت مشترکه « همګټو هیوادونو » غونډه د جمعې په ورځ پیل شوې وه چې ورکې د پاکستان ، برتانیې، کاناډا ، استرالیا په ګډون درې پنځوسو هیوادونو مشرانو ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG