د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپلواک : د افغانستان په اړه د پاکستان کړنلاره تخریبونکې ده


ډاکټر اکرم خپلواک
ډاکټر اکرم خپلواک

افغانستان وايي له طالبانو سره د سولې لپاره خبرې پرمخ وړي، خو تر دې وړاندې د پاکستان حکومت سره په دې موضوع خبرې کول غواړي. د افغان ولسمشر سیاسي استازي محمد اکرم خپلواک ډیوه راډیو ته په مرکه کې وویل د افغان حکومت موقف دادی چې لومړی پر دې موضوع له پاکستان سره خبرې وکړي. ده زیاته کړه :

« پاکستان په افغانستان کې نا اعلان شوی جنګ پیل کړی ، لومړی باید دا پای ته ورسیږي، بیا له هغه وروسته به له طالبانو سره د مذاکراتو په اړوند بحث به وشي. »

له اکرم خپلواک سره بشپړه مرکه دلته واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اکرم خپلواک زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د پاکستان کړنلاره تر اوسه تخریبونکې ده، تر څو په دې کې بدلون نه وي راغلی د سولې په اړوند خبرې مخکې نشي تلی.

د پښتونخوا مشران د افغان ولسمشر سره
د پښتونخوا مشران د افغان ولسمشر سره

د اکرم خپلواک دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان یو شمېر پښتانه سیاستوال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته تللي وو. ډاکټر خپلواک په دې اړه زیاته کړه :

افغان ولسمشر ددغو مشرانو په درناوي ومنله چې د پاریس په کانفرانس کې به د پاکستان له وزیراعظم نوازشریف سره وګوري.

​« د خیبر پښتونخوا او کوټې څځه درانه سیاستوال کابل ته راغلي وو، افغان ولسمشر ددغو مشرانو په درناوي ومنله چې د پاریس په کانفرانس کې به د پاکستان له وزیراعظم نوازشریف سره وګوري. افغان حکومت ځیني تحفظات لري چې پاکستان یې باید لرې کړي. »

له پاکستانه لس کسیزه پلاوی د تیرې پنجشنبې په ورځ کابل ته تللی و چې نن د یکشنبې په ورځ بیرته اسلام اباد ته ستون شو.
XS
SM
MD
LG