د لاسرسي ځای

تازه خبر

“روس له افغان ځواکونو سره مرسته کوي”


روس به تر شاوخوا شلو نورو ورځو پورې له افغان ځواکونو سره د لس زره میله کلاشینکوفونه مرسته وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسملیار وايي چې مسکو ته یې په وروستي سفر کې د روسي چارواکو ژمنه ترلاسه کړه چې دا وسلې به ډېر ژر د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

«خوشبختانه ووایم چې د روسیې لېوالتیا د پخوا په نسبت له افغانستان سره زیاته وه. لس زره کلاشینکوفونه منظور شوي دي او تمه ده په شلو راتلونکو ورځو کې دا وسلې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.»

ښاغلي مسلمیار وویل چې روسي چارواکو هغه شکونه هم لرې کړل چې ګواکې دا هېواد په خپل سر په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو هڅه کوي.

د مشرانو جرګې رییس وویل چې روسیې ژمنه وکړه څو له افغان حکومت سره به په مستقیمه توګه د هرې مخالفې ډلې په له منځه وړلو کې همکاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG