د لاسرسي ځای

د مومندو په امباز سيمه کې نن(شنبه) په يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی.

د سیمې یو مشر محمد یار خان نن(شنبه) مشال راډیو ته وويل چې دا پېښه په سیلي خوړ کې د ښخ شوي ماین د چاودیدو له امله شوي.

په دې پيښ یو ځایي کس محمدا ګل وژل شوی دی اوحضرت يانور زخمی شوی دی.

په دې وروسيتو کې د ماين چاودنې زياتي شوي دي چې په کې د سيمې مشران او چارواکې په نښه کېږي.

د دې پيښې ذمه واري چا نه ده منلی.

XS
SM
MD
LG