د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید یو کس وژلی، دوه یې زخمیان کړي


په کابل کې نن(شنبه) په یوه ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوی او دوه نور زخميان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو ته وویل چې دا ځانمرګی بريد نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د طلايي ښار ګوټي په سیمه کې د کابل د انتخاباتو د ساحوي دفتر د رییس اول الرحمن رودوال په موټر شوې دی.

د صدیقي په خبره په دې پيښه کې د رودوال موټر چلوونکی وژل شوی او دوه ولسي وګړي یوه ښځه او یو نارینه زخميان شوي دي.

د دې پيښې ذمه واري چا نه ده منلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG