د لاسرسي ځای

تازه خبر

" حکمتيار په خيالي نړی کې اوسي"


د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار. فايل فوټو
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار. فايل فوټو

د امنيتي چارو يو افغان پوه علي محمد علي اژانس ته ويلي، حکمتيار وسله واله ډله نلرې او د ده زياتره پلويان د طالبانو او داعش په ګډون له نورو وسله والو ډلو سره ملګري شوي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، په افغانستان کې په دې شرط رښتونې او شفافه سوله غواړي چې بهرني ځواکونه له هېواده و وځي اوپه۲۰۱۶ مېلادي کال کې نوې ټاکنې اعلان کړي.

اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس وايي، ګلبدين حکمتيار ورته په ورلېږلې ويډيو کې ويلي،

په افغانستان کې سوله هله راتلای شي او جګړه ختمېدای شي چې بهرني عسکر و وځي او افغانانو ته د خپل راتلونکې اوخپلې خوښې حکومت ټاکلو حق ورکړل شي. ګلبدين حکمتيار

اژانس زياتوي، فکر کېږي ګلبدين حکمتيارپه پاکستان کې يو ځای پټ وي.

خو نوموړي په وېډيو کې ويلي، دی پخوا هم په افغانستان کې وو، نن هم دی او چې کله بهرني عسکر ووځي بيا به هم وي.

اژانس پر مخ کاږي، نوموړي يو سختدريځه ژوند تېر کړی او ملګرو يې د افغانستان کورنۍ جګړې پر مهال د زرګونو ولسي وګړو وژلو ذمه واره دي.

اسوشيېټډ پرېس زياتوي کله چې حکمتيار يو زدکوونکی وو نو د هغو ښځو پر مخونو د تيزاب ښېندونکي په توګه مشهور وو چې مخونه به يې لڅ وو.

د ده په اړه يو کارپوه هارون مير اژانس ته ويلي ګلبدين حکمتيار يو بايللی قوتدی او په يو خاص چوکات کې بند دی.

ده زياته کړه نوموړی په يوه خيالي دنيا کې اوسي او مځکني حقيقتونه په پام کې نه نيسي.

د حزب اسلامي يوه غړي اسوشيېټډ پرېس ته ويلي، د سږکال په لومړنېو کې حکمتيار لوړ پوړو افغان چارواکو ته يو استازی ورلېږلی وو او د سولې په پروسه کې يې د يو مينځګړ ي کېدو وړاندېز يې کړی وو.

ګلبدين حکمتيار په يوه خيالي دنيا کې اوسي او مځکني حقيقتونه په پام کې نه نيسي. هارون مير

دې استازې له ولسمشر اشرف غني سره هم ولېدل خو د اژانس په خبره جهوري رياست دا ليدنه تايېد نکړه.

د امنيتي چارو يو بل افغان پوه علي محمد علي اژانس ته ويلي، حکمتيار وسله واله ډله نلرې او د ده زياتره پلويان د طالبانو او داعش په ګډون له نورو وسله والو ډلو سره ملګري شوي دي.

د ده په وينا افغان حکومت او ولس به کله هم د هغه وړاندېزونه و مني دا ځکه چې ګلبدين حکمتيار نور خپل اعتبار بايللی دی.

XS
SM
MD
LG