د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د عیسویانو ټي وي چېنل سوځول شوی


کراچۍ کې د عیسايانو ټي وي چېنل سوځول شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

کراچۍ کې د عیسايانو ټي وي چېنل سوځول شوی

د ګواهي ټي وي مشر سرفراز ويليم په وینا څو مياشتې وړاندې چې کله د دوی مذهبي خپرونې پر ټي وي خپرېدې نو ورته ځینو ډلو دړکې ورکړې وې اورپورټ یې د محمود آباد پوليس تاڼه کې ليکل شوی وو.

د کراچۍ په اخترکالونۍ کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د عيسايي مذهبو لږکیولپاره چلېدونکی «ګواهي وېب ټي وي» دفتر د تېرې نهې په شپه نامالومه کسانو سوځولی دی.

د ګواهي ټي وي مشر سرفراز ويليم په وینا څو مياشتې وړاندې چې کله د دوی مذهبي خپرونې پر ټي وي خپرېدې نو ورته ځینو ډلو دړکې ورکړې وې اورپورټ یې د محمود آباد پوليس تاڼه کې ليکل شوی وو.

د دې پېښې په اړه سرفراز ويليم مشال رېډيو ته وويل چې د شپې درې بجې شاوخوا اور لګېدلی وو چې له کبله یې د دفتر دپاسه اباد څه ماشومان بې هوشه او ژوبل شوي هم وو.

((د شپې درې بجې ما ته ټيليفون راغی، بيا دلته پوليس او اوروژونکې ډله راغله، يوه يوه نيمه ګنټه کې دغه اور بيا مړ کړل شو ، په دې ځای کې خلک هم ژوند کوي، د دې اور له کبله يو شمېر ماشومان بې هوشه شوي هم ووچې ډېر په ګرانه سره راوويستل شول))

د سرفراز ويليم د وینا له مخې هغوی لومړی ګڼل چې د بجلۍ تارونو له کبله به اور لګېدلی وي ولې په باقاعده توګه د دروازو جرندې ماتې کړې شوې او دننه صرف هغه کمپيوټرو ته زيان رسول شوی چې د دوی ريکارډونه پکې ول.

((اول خو موږ وويل چې د شارټ سرکټ له کبله اور لګېدلی خو په حقيقت کې داسې نه بلکې د دروازو تالې ماتې کړل شوې وې او نامالومه کسان دننه دفتر ته راغلي و او سوځولی یې دی))

ګواهي ټي وي د يوې ويب پاڼې له لارې چلول کېده چې د سرفراز ويليم سره سره د هغه ورور جاويد ويليم چلوله.

د جاويد ويليم د وېنا ترمخه د اور لګېدو له کبله د دوه کسانو لاسونه هم سوځېدلي دي

د ګواهي ټي وي چئيرمين سرفراز ويليم په وېنا چې هغوي په تاڼه کې رپورټ ليکلی دی خو لا تردې دمه پوليس هيڅ ځواب نه دی ورکړی خو وايي پوليس یې پوره پوره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG