د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست او پکتیا سیمه ییزې ادارې خپلې اړیکې پراخوي


د خوست او پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، چې په یادو ولایتونو کې د امنیتي ننګونو د مخنیوي، د لویو لارو د ساتنې، د قومونو تر منځ د اړیکو د ټېنګښت او د دواړو ولایتونو د اقتصادي پرمختیاوو له پاره به خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د خوست او پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي، چې په یادو ولایتونو کې د امنیتي ننګونو د مخنیوي، د لویو لارو د ساتنې، د قومونو تر منځ د اړیکو د ټېنګښت او د دواړو ولایتونو د اقتصادي پرمختیاوو له پاره به خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د جمعې ورځې مازدیګر مهال چې په خوست کې د یادو ولایتونو والیانو او نورو ملکی او پوځي چارواکو په یوه ګډه خبري ناسته کې رسنیو ته څرګندونې کولې وویل، چې د دوی تر منځ دا ناستې او د ستونزو شریکول ګټور ول او دوی به دا ډول تګ او راتګ ډېر کړي.

خوست والي حکم خان حبیبي رسنیو ته وویل، چې په دې ناستو کې يې د دواړو ولایتونو د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ د پراخیدو، د ولسي همکارۍ د جلبولو او د ګډو اقتصادي پرمختګونو په خاطر يې د یو بل سره ګټورې لارې چارې شریکې کړې.

ښاغلي حبیبي وویل:

((سره له دې چې په خوست او پکتیا کې د امنیتي ارګانونو تر منځ همغږي شتون لري، د دې همغږۍ د لا پیاوړتیا په خاطر مو په خپلو کې بحثونه وکړل، د دې تر څنګ په دواړو ولایتونو کې د ولس او حکومت تر منځ د واټن د ختمولو د دې تر څنګ د خوست او پکیتا د زیربناء او اقتصاد نور شریک مسائیل وو.))

خوست والي وړاندې وویل، چې په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ستونزو د شتون یو مهم لامل د هم سرحدو ولایتونو د چارواکو او ادارو تر منځ د نه همغږیتوب له امله دي.

خوست والي له دې کبله چې د ډیریو امنیتي ادارو مرکزونه په پکتیا کې دي، نو د دواړو ولایتونو د یوې موثرې همغږی شتون مهم وباله.

پکتیا والي نصرت الله ارسلا چې د یاد ولایت د لوړ پوړي ملکي او پوځي پلاوي په مشری خوست ته راغلی وو، رسنیو ته وویل، چې د خوست او پکتیا د امنیت، اقتصاد، د حکومتي عوایدو د فرار مخنیوی او د کرنې مسائیل سره شریک دي او په دې برخو کې ګډ کار ته اړیتا محسوسه ده:

((په اول کې اقتصادي مسائیل وو چې موږ څرنګه دا هماهنګ کړو، د دې تر څنګ د زراعت د برخې له پاره د شریکو پروژو پیدا کول، ځکه موږ پوهیږو چې جلغوزه او چارمغز مو په نورو نومونو بیلابیلو هېوادونو ته ځي، د دې تر څنګ د عوایدو د فرار د مخنیوي او د سړکونو د ساتنې په برخه کې مو سلا مشورې وکړې.))

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د سویل ختیز زون په دریو ولایتونو کې د وسلوالو د ځنو تحرکاتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د درې واړو ولایتونو امنیتي ادارې باید د دې تحرکاتو د مخنیوي له پاره په ګډه او همغږي ډول کار وکړي:

((پکتیا او خوست دواړه سرحدي ولایتونه دي او په دواړو کې د وسلوالو ځني تحریکات شته، دا تحرکات په پکتیا، پکتیکا او خوست کې هم شته، چې البته دې له پاره مو ځنې هدایتونه له مرکزي حکومت څخه اخیستي دي، تر څو د خاصو چالشونو مخه ونیول شي.))

کتونکي په دې نظر دي که د افغانستان د زونونو په کچه د ولایتونو د بیلابیلو ادرو او خلکو تر منځ دوامداره همغږي او همکاري رامنځته شي، په ولایتونو کې به د امنیت د ښه کولو، ټولنیز او اقتصادي ټیکاو او د دولتي حاکمیت د ټېنګښت له پاره اغېزمن تمام شي.

XS
SM
MD
LG