د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ولسمشر د پښتونخوا له سیاستوالو سره وکتل


ولسمشر غني د پښتونخوا سیاسي مشرانو ته وویل، «دا مو خپل کور دی هر وخت راشئ، ځکه په تګ راتګ اړیکې لا ټینګېږي او د سیمې د ثبات او امنیت لامل کېږي»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماښام له خېبر پښتونخوا او کوټې څخه کابل ته له ورغلیو سیاسي شخصیتونو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه ولسمشر مېلمنو ته په خپله وینا کې وویل، «ټول افغانان ویاړي او خوښ دي، چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی، زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده»

ولسمشر غنيوویل، ارواښاد افضل خان لالا تاریخ جوړونکی شخصیت وو، چې «مړینه یې زموږ لپاره دردونکې وه. هغه زیاته کړه، په وروستیو وختونو کې مې چې ټلیفوني خبرې ورسره وکړې، نو لا یې هم افکار، خبرې او اهداف منظم وو»

د هېواد ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال د باچاخان، خان شهید عبدالصمدخان اڅکزي او د دوی د نورو مبارزو ملګرو د ملي افکارو او مبارزو یادونه وکړه او ویې ویل، «د د دوی د ارزوګانو پالل او د ارمانونو پوره کول زموږ مسوولیت دی»

ولسمشر غني څرګنده کړه، «دا مو خپل کور دی هر وخت راشئ، ځکه په تګ راتګ اړیکې لا ټینګېږي او د سیمې د ثبات او امنیت لامل کېږي»

ورپسې د قومي وطن ګوند رهبر افتاب احمدخان شېرپاو د خبرو پرمهال له ولسمشر ارف غني څخه مننه وکړه، چې د افضل خانا لالا د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره یې لوړ پوړی پلاوی رااستولی وو، هغه زیاته کړه ، زموږ ټولو غم او درد سره شریک ده.

ښاغلي شېرپاو وویل، «افغانستان یو خپلواک هېواد دی او موږ تل په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعاګانې کوو او په همدې موخه مو د پاکستان د ولس سوله ییز او د خواخوږۍ پیغام تاسو ته راوړی دی»

په دغه کتنه کې پر محمود خان اڅکزي، اسفندیار ولي خان، افتاب احمدخان شېرپاو، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان او عثمان کاکړ سربېره د افغانستان د کابینې یو شمېر غړو، د ملي شورا استازو او سیاسي شخصیتونو هم حضور درلود.

سرچینه: د ارګ خبرپاڼه

XS
SM
MD
LG