د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ بېلتونپالی الله نظر وايي،“ ژوندی یم”


د بلوچستان بېلتونپالې وسله والې ډلې مشر ډاکتر الله نظر بلوڅ یوه ویډیو خپره شوې چې پکې نوموړی وايي، خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

تېره ورځ رسنیو ته په استول شوې ویډیو کې د بلوچ لېبرېشن فرنټ مشر ډاکتر الله نظر بلوڅ ناست ښودل شوی او وايي، د حکومت هغه پروپېګنډې ناسمې دي چې ګواکې دی وژل شوی دی.

د بلوچستان حکومت او هلته د ملېشه ځواکونو مشر د اګست په میاشت کې دعوه کړې وه چې نوموړی په عملیاتو کې وژل شوی دی.

بلوڅ په ویډیو کې پر حکومت تور پورې کړی چې د ترهګرۍ پر ضد د نیشنل اېکشن پلان تګلارې په وسیله د ده په وینا د بلوڅانو نسل وژنه کوي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې ایا دا ویډیو تازه ده او که څنګه؟ د پاکستان حکومت دې ویډیو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG