د لاسرسي ځای

د جمیعت علمای اسلام پر یوه مشر تر برید وروسته د مظاهرو اعلان


مولانا فضل الرحمن یوې غونډې ته وینا کوي

مولانا فضل الرحمن یوې غونډې ته وینا کوي

په بنو کې د جمیعت علمای اسلام (ف) پر یوه مشر اکرم خان دراني تر بمي حملې وروسته دې ګوند نن په ټول پاکستان کې د احتجاجي مظاهرو کولو اعلان کړی.

د ګوند ویاند جلیل جان تېره شپه مشال راډیو ته وویل، د کورونو او کار چارو وفاقي وزیر او د خیبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر اکرم خان درانی تېر مازیګر په نیمه قبایلي سیمه بکه خېلو کې تر جلسې وروسته بنو ته روان وو چې پر قافلې یې د رېموټ کنټرول بمي برید وشو.

د بنو پولیسو یوه چارواکي محمد نظیف مشال راډيو ته وویل، په حمله کې دراني ته تاوان نه دی رسېدلی خو پکې د روغتیا ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او درې ژوبل دي. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG