د لاسرسي ځای

“د قبایلي سیمو بې کوره کړل شوي خلک به ستانه کړل شي”


د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب خان عباسي ویلي، د قبایلي سیمو بې کوره کړل شوي خلک به د راتلونکي کال تر نیمايي خپلو کلیو ته ستانه کړل شي.

دا خبره نوموړي تېره ورځ جنوبي وزیرستان ته د سفر پر وخت کړې. عباسي قبایلي جرګې ته په وینا کې وویل، ستنېدونکو کډوالو ته به ټولې اسانتیاوې برابروي.

نوموړي په جنوبي وزیرستان کې د پرمختیايي کارونو لپاره د ۱۰ کروړه روپیو اعلان وکړ. ګورنر نن د جنوبي وزیرستان په واڼه کې له قبایلي جرګې سره ویني.

XS
SM
MD
LG