د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ځینو چارواکو ګوښه کول د کندوز امنیت ښه کولای شی”


د کندوز سرپرست والي حمد الله دانشي وايي، د یو شمېر امنیتي چارواکو له دندو ګوښه کول به د ولایت امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.

دانشي دا خبره تېر ماښام مشال راډيو ته په دې تناظر کې وکړه چې ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت ریاست هغه کارکوونکي له دندو لرې کړل چې پر کندوز ښار د وسله والو د برید په برخه کې یې بې غوري کړې وه. غني تېره ورځ وویل، لرې کړل شوي کسان به عدالت ته وړاندې کوي:

((د ملي امنیت د ټولو هغو مامورینو برطرفۍ حکم ورکوم چې په خپلو دندو کې یې غفلت کړی دی. یو شمېر به یې د پوځي اصولو پر بنسټ عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.))

په اکتوبر میاشت کې ګڼو وسله والو پر کندوز ښار حمله وکړه او تر لنډ وخت یې د ښار مهمې ودانۍ ونیولې. وروسته په حکومتي څېړنو کې دعوه وشوه چې ځېنو امنیتي چارواکو د حملې په مخنیوي کې بې غوري کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG