د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستان کې احمدیان ولې ځورول کېږي"


باکستان: د احمدي ټولنې یو وژل شوي غړي تابوت په ربوه کې ښخولو ته وړل کېږي.
۲۹ مې ۲۰۱۰
باکستان: د احمدي ټولنې یو وژل شوي غړي تابوت په ربوه کې ښخولو ته وړل کېږي. ۲۹ مې ۲۰۱۰

په دې وروستيو کې د پنجاب صوبې په جلهم کې د احمديانو يوې کارخانې ته اوور ورته کړل شو.

که څه هم د پاکستان حکومت په وار وار د مذهبي لږکیو د حقونو خوندي ساتلو ادعاوې کوي، خو په هغه هېواد کې اقليتونو او په ځانګړې توګه احمديان تر ټولو زيات ځورول کېږي.

د بشري حقونو او سياسي آزادۍ کور »نړۍوالې فريډيم هاوس ادارې» د شمېرو ترمخه په پاکستان کې شاوخوا شپږ میليون احمديان مېشت دي. په دې وروستيو کې د پنجاب صوبې په جلهم کې د احمديانو يوې کارخانې ته اوور ورته کړل شو.

تر دې وړاندې هم په دغه صوبه کې پر احمديانو بريدونه شوي.په لندن کې د احمديانو مرکزي دفتر وياند فريد احمد له مشال راډيو سره په ځانګړي خبرو کې وويل چې په پاکستان کې احمديان ډير په سختو حالاتو کې ژوند کوي. د دوي په خبره په هغه هيواد کې په څه نه څه ډول احمديان په نښه کيږي، کله د توهين رسالت په نامه او کله نوري پلمي ورته جوړول کيږي. ده زياته کړه:

((په ټول پاکستان کې په هره سيمه کې او په ځانګړي توګه پنجاب او سند صوبو کې ډير زيات مشکلات دي. د دي تر ټوله لويه وجه دا ده، چې هغه هيواد آئين او قوانين د احمديانو پرضد دی. همدغه وجه ده چې مذهبي سخت دريځه دا پلمه کوي، چې حکومت دغه قوانين نه عملي کوي، نو دوي به کئي، او د احمديانو لپاره ډير مشکل حالات دي.))

که څه هم د پاکستان آزادي وروسته يو شمير احمديان په لوړو څوکيو ګمارل شوي ول، خو په ۱۹۷۴م کال کې په آئين کې دويم ترميم لاندي احمديان غير مسلم وګرځول شول. فريد احمد په دي اړه وايي چې ۱۹۷۴م او بيا په ځانګړي توګه ۱۹۸۴م را وروسته دوه نيمه سوو نه زيات احمديان په دي خبره وژل شوی، چې دوي ځان ته مسلمانان وايي. په احمديانو تر ټولو لوي بريد په ۲۰۱۰م کال کې په لاهور کې شوي وو، چې په کې ۸۶ احمديان وژل شوی ول. فريد احمد زياته کړه، چې د پاکستان په قوانينو کې احمديانو سره زياتي شوي او بايد توپير ختم کړل شي. خود پاکستان حکومت مرکزي وياند پرويز رشيد له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې احمديانو حقونو خوندي ساتلو لپاره هر ممکن ګامونه يې پورته کړي دي. نوموړي وويل چې د جهلم د پيښي ذمه وار کسان نيول شوي دي. د احمديانو د غوښتنو په اړه پرويز رشيد وويل

((احمديان د پاکستان وګړي دي. احمديان هم هغه شان ښه پاکستانيان دي، چې څه رنګه نور دي، او بحثيت يو پاکستانې د هغوي خپله عقيده ده. د هغوي د عقيدي سره څوک اتفاق کولالې شي، او څوک مخالفت هم کولالي شي، خو رياست د عقيدي په بنياد نه بلکې رياست د خپل وګړي په توګه مکمل تحفظ ورکوي، او په دي معامله کې هم احمديانو ته مکمل تحفظ ورکړي دي.))

پرويز رشيد دا هم وويل چې رياست د مذهب په نامه فیصلې نه کوي، بلخوا د مذهبي چارو پوه ډاکټر قبله آياز وايي چې په رياستي کچه احمديانو ته حقوق ورکړل شوي دي خو په ټولنه کې داسي عناصر موجود دي، چې پر دوي بريدونه کوي. ډاکټر قبله آياز زياته کړه

((د رياست خو د آئين لاندي کوم حقوق دي، هغه ورکوي، د بيلګې په توګه په خيبر پښتونخوا کې د صوبائی اسمبلي يو غړي به احمدي او يا قادياني منتخب کيدو، او هغه به خپل ځان اعلان کړي وو، چې زه احمديانو سره تعلق لرم. نو د رياست طرف نه خو ښکاره ده چې د آئين پابندي به ضروري وي، خو په دي کې هيڅ شک نشته چې زموږ ځيني توليګې او خلک داسي دي، چې هغوی اقليتونو سره او په ځانګړي توګه احمديانو سره ښه سلوک نه کوي.))

ډاکټر قبله آياز دا هم وويل چې رياست بايد د احمديانو د حقونو لپاره نور ګامونه پورته کړي، بلې خوا ته د احمديانو د مرکزي دفتر وياند فريد احمد وايي چې په ميډيا کې د احمديانو پرضد پروپيګندي له وجې د دوي د فرقي خلک ځپل کيږي، او بايد د دې مخنيوي وشي.

XS
SM
MD
LG