د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتو لیک لوست نشو کولای"


"د پښتو لیک لوست نشو کولای"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:52 0:00

بلوچستان د پاکستان له څلورو صوبو هغه یوه ده، چې پښتانه پکې خورا زیات نفوس او خواوشا ۱۲ اکثریتي ضلعې لري، خو دلته د نورو ستونزو تر څنګ، یوه لویه مسله دا هم ده چې تعلیمیافته ځوانان په خپله مورنۍ ژبې لیک لوست نشي کولی. په دغهa اړه ځوانانو که څه هم ټوله ذمه واري د وخت پر واکمنانو اړوي، خو د بلوچستان موجوده صوبایي حکومت د تعلیم څانګې سلا کار سردار رضا بړېڅي بیا مشال راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د دوی حکومت پښتو ژبه سکولونو کې ورښودلو لپاره انتظامات ترسره رسولې دي او ډېر ژر به دغه عمل په ټوله صوبه (پښتون مېشتو سیمو) کې پېل شي. دا چې تعلیمیافته ځوانان له پښتو لیک لوسته څومره لیرې او څومره بې برخې دي؟ زموږ همکار نیازموساخېل په کوټه کې ځینې ځوانان غږولي او دغه ويډیویې کښلې ده.

XS
SM
MD
LG