د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: په ډرون برید کې ۱۶ وسله وال وژل شوي


د پنجشنبې په شپه د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ بابرک تاڼې سره نږدې د ګاګې پر غره د نړیوالو ځواکونو له خوا د بې پیلوټه الوتکې برید شوی، چې ۱۶ وسلوال په کې وژل شوي دي.

د پنجشنبې په شپه د خوست ولایت د تریزیو او علیشیرو ولسوالۍ بابرک تاڼې سره نږدې د ګاګې پر غره د نړیوالو ځواکونو له خوا د بې پیلوټه الوتکې برید شوی، چې ۱۶ وسلوال په کې وژل شوي دي.

د تریزیو او علیشیرو ولسوال جاوید جوشان مشال راډیو ته وویل، چې بې پیلوټه الوتکو بیګا شپه دوه ځلې د ګاګې پر غره بمبارې کړې، چې لږ تر لږه ۱۶ وسله وال په کې وژل شوي دي.

ګاګې غر د قبایلي سیم له پولې سره نږدې نښتی دی.

د ده په وینا په دې بمبار کې د طالبانو دې یوې پنځوس کسیزې ډلې قوماندان ډاکټر خان او د ده درې ملګري هم وژل شوي دي.

جاوید جوشان وویل، بې پیلوټه الوتکو یو ځل د شپې په نږدې دوولسو بجو او دویم ځل هم سهار ته نږدې په دریو بجو په یاد غره بمباري کړې ده:

((د تریزیو او علیشیرو په ولسوالۍ کې بیګاه د شپې دوه ځلې د ډرون طیارو بمبار کړی دی، چې ۱۶ نفرو ته يې تلفات رسولي دي او د پاکستان د پولې سره د ګاګې غره په نوم غره باندې دا بمبارې شوې ده.))

د تریزیو او علیشیرو ولسوال وویل، چې د دوی لومړني مالومات دادي، چې په دې برید کې یو شمېر وزیرستاني او محسود وسله وال هم وژل شوي وي.

د ده په وینا ناتائید شوي مالومات دا هم ښيي، چې په ژول شویو وسلوالو کې ممکن د وزیرستانیو طالبانو یو تن مشر خان سعید سجنا هم وي.

د پيښې د سیمې یو تن اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې تېره شپه د ګاګې پر غره دوه ځلې د ډروڼ الوتکو برید وشو چې تر پنځلسو پورې کسان په کې وژل شوي دي.

ده وویل وژل شویو کسانو مړي نیم پاکستان او نیم هم خوست ولیږدول شول.

د تریزیو ولسوال وویل، چې ډاکټر خان د وسلوالو د یوې پنځوس کسیزې ډلې قوماندان وو او د پولې دواړو غاړو ته يې تګ او راتګ لاره.

د وسله وال د وژل شوي قوماندان ډاکټر خان یو تن کلیوال وویل، چې د نوموړي قوماندان او یو بل کلیوال چې د ده سره یو ځای وژل شوی وو، مړي نن غرمه د متون د مندوخېلو کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده تریزي او علیشیر د خوست سرحدي ولسوالي ده، چې کورمې سره پر پوله پرته ده.

څو ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې د ډرون په ورته برید کې تر شلو ډېر پاکستاني وسلوال وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG