د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې و روسۍ الوتکې ته د خبرداري غږ خپور کړ


روسۍ جنګي الوتکه د سوریې او ترکیې له پولې سره وویشتل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:14 0:00

روسۍ جنګي الوتکه د سوریې او ترکیې له پولې سره وویشتل شوه

ترکیه ټینګار کوي، مخکې له دې چې دغه الوتکه نسکوره کړي، په پنځو منټو کې یې لس واره روسۍ الوتکې ته خبرداری ورکړی وو.

د ترکیې پوځ یو ريکارډ شوی غږ خپور کړی چې پکې روسۍ جنګي الوتکې ته يې تر رانسکوره ولو مخکې خبرداری ورکړی دی.

دغه غږ کې په انګریزي ژبه اوریدل کیږي،چېخپل مخ سمدستي جنوب ته واړوه. دغه پیغام څوځلې تکرارېږي.

ترکیه ټینګار کوي، مخکې له دې چې دغه الوتکه نسکوره کړي، په پنځو منټو کې یې لس واره روسۍ الوتکې ته خبرداری ورکړی وو.

هغې پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلیتا زیات کړې ده.

ترکيې د روسۍ الوتکې ویشتلو نیت مخکې کړی وو

د روسیېبهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وايي، داسې ښکاري چې د ترکي له خوا د روسۍ جنګي الوتکې ویشتل وار له مخه پلان شوې پارونه وي.

سرګې لاوروف وویل، د ترکيې، ناټو ملګري هڅه کوي چې د دې هیواد د هوايي ځواک پر دې کړنه پرده واچوي.

نوموړي دا خبرې د چارشنبې په ورځ په ماسکو کې خبریالانو ته له هغه یوه ورځ وروسته کړې دي چې ترکيې د روسیې هغه جنګي الوتکه را وغورځوله چې د شام په شمال کې یې بریدونه کول.

په هغه پېښه کې د روس یو هواباز هم وژل شوی دی.

سرګې لاوروف وویل، ناټو او اروپايي ټولنې دا پېښه یو په عجیبه ډول و ارزوله او بل یې نه پښېماني وښودله او نه یې هم غمرازي وکړه.

د ده په وینا، روسیه داسې انګېري لکه دا الوتکه چې په غیرارادي توګه ویشتل شوې وي خو دوی په دې اړه مالومات را غونډ کړي دي او له نړۍوالې ټولنې سره به یې شریک کړي.

دویم روسۍ هواباز په شام کې روغرمټ وموندل شو

د روسیې دفاع وزیر سرګې شوګو ویلي چې د نومبر پر ۲۴مه نېټه د ترکي جېټ په برید کې یې د رانسکوره شوې الوتکې دویم پایلټ په د نومبر پر ۲۵مه د شپې مهال په ژورغندویه عملیاتو کې موندلی او روغرمټ یې خپلې اډې ته رسولی دی.

بلخوا روسیې په شام کې د خپلو جنګي الوتکو بدرګه کولو لپاره الوتک ــــ ضد توغندي «اېس ـــ ۴۰۰» په حمیم پوځي اډه کې لګول کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل هېواد ترټولو لوی مډال، د «روس اتل» هغه هواباز ته ورکړ چې د نومبر په ۲۴ له هغه وروسته ووژل شو چې سو ۲۴ جنګي الوتکه یې د ترکیې شام پر پوله د ترکي جېټ الوتکې په ټوغندي نسکوره شوه.

اولیګ پیشکوف Oleg Peshkov ته د دغه مډال د ورکولو حکم د چارشنبې په ورځ د کریملین په ویبپاڼه کې خپورشوی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه چې ولې پیشکوف ته دغه مډال ورکړل شوی څه نه دي ویل شوي ځکه روسیه په ډاګه د هغو پوځیانو په اړه معلومات نه ورکوي چې له هېواده بهر وژل کېږي.

پر ترکیې د روسیې بندیزونه

د روسیې او ترکیې ترمنځ د الوتکې نسکورولو پر سر د ترینګلتیا له کبله روسي حکومت د ترکیې پر کرهڼیزه توکیو بندیز لګولی او وايي، چې د دغه هېواد کرهڼیز توکي په معیار سم نه خېژي او ترکي تولیدوونکو بیا بیا د روسیې له ټاکلي معیاره سرغړونه کړې ده.

روسیه تل پر هغه هېوادونو اقتصادي بندیزونه لګوي چې اړیکې یې ورسره ترینګلې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG