د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرعلي او میرانشاه دوکانداران له حکومت تاوان غواړي


د شمالي وزیرستان د میرانشاه،میر علي او دته خېلو دوکاندران وايي، که حکومت دوی ته د رسېدلي تاوان معاوضه ورنکړه نو احتجاج به پیل کړي.

د چارشنبې په ورځ په بنو کې د غونډې پر مهال دې دوکاندارانو وویل چې ، مارکېټونه یې ړنګ شوي او پکې موجود هر څه له منځه تللي دي.

د میرعلي د دوکاندارانو اتحاديې مشر زهین الله مشال وویل، حکومت دې دوی ته د رسېدلي کروونو روپیو تاوان معاوضه ورکړي.

د شمالي وزیرستان پولیټکل ایجنټ کامران اپرېدي وویل، د میرانشاه او میرعلي بازارونه به په نوي طرز جوړېږي خو د دوکاندارانو ته د معاوضې په اړه تر اوسه څه نه شي ویلای.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله نه یوازې تر لس لکه زیات خلک بې کوره کړل شوي بلکې د ځايي خلک په وینا ، په پراخه کچه مالي تاوانونه هم رسول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG