د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتين: ترکيې په ملا کې په چاړه ووهلو


وېشتل شوې روسۍ الوتکه
وېشتل شوې روسۍ الوتکه

ترکيه وايي روسۍ الوتکو يې ځکه وويشتله چې په پنځه منټو کې يې لس ځل خبرداری ورکړ خو بيا هم د ترکيې فضايي حدودو ته له ننوتلو منع نه شوه. روس بيا وايي چې دا د شا له خوا په چاړه وهل او يو جرم دی.

د ترکيې له خوا د روس د جنګي الوتکې تر ويشتلو وروسته، د امريکې ولسمشر باراک اوباما او د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ترينګلو حالاتو د کمولو په ضرورت سلا شوي دي. انقره وايي دغه الوتکې د ترکيې د فضايي حدودو سرغړونه کړې وه.

ولسمشر اوباما او ولسمشر اردوغان
ولسمشر اوباما او ولسمشر اردوغان

د وايټ هاوس يا سپينې ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې پرون يادو ولسمشرانو په ټيليفون خبرې کړي او د هغه کارونو په کولو يې زور راوړ چې د ورته پېښو مخنيوی کول يقيني کوي.وايټ هاوس او د اردوغان دفتر دواړو ويلي چې ولسمشر اوباما واضحه کړه چې امريکا او ناټو د ترکي د خودمختارۍ د دفاع د حق ملاتړ کوي.

په همدي حال کې روس ټينګار کوي چې پرون ويشتل شوې د دوی دغه جيټ الوتکه د شام په فضايي حدودو کې وه. د دغه الوتکو د دوو پايلټانو څخه يو يې په ياده پېښه کې وژل شوی دی. روسي ولسمشر ويلاديمير پوتين دا کار يو جرم او د شا له خوا په چاړه وهل يې بللي.

بلخوا اردوغان برون انقره کې وویل چې د روس دا جنګي الوتکه يې ځکه وويشتله چې په پنځوو منټو کې ورته لس ځله خبرداری ورکړل شو خو بيا هم د ترکيې فضايي حدونو ته له ننوتلو منع نه شوه.

د ترکیې سره همغږي يو او د خپل دغه متحد د زمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو.
ناټو

د ناټو مشر، ینس سټولټن برګ هم د ترکيې او روس تر منځ د خبرو او ارمۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي په برسلز کې د ناټو د سفیرانو تر یوې بیړنۍ غونډي وروسته وویل: ((ترکیې د روس د هوايې ځواکونو د یوې الوتکې د نسکورولو په اړه خپلو متحدینو ته خبر ورکړ. ما له وړاندي د ناټو پولو ته نژدې د روسیې د پوځي اعمالو د عواقبو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.))

د نوموړي په خبره د ناټو د نورو غړو هیوادونو ارزوني د ترکیې له هغو ادعاوو سره سمې دي چې وایې د روسیې جټ الوتکه د ترکیې فضایې حریم ته ننوتلې وه.

هغه زياته کړه چې دوی د ترکیې سره همغږي دي او د خپل دغه متحد د زمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG