د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوي پاکستان ته خپل وروستی سفر ګټور وباله


کابل: د افغانستان مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او ورسره پلاوي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال
کابل: د افغانستان مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او ورسره پلاوي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال

د افغانستان مالیې وزیر له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د ناستې پایلې رسنیو ته څرګندې کړې

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او ورسره پلاوي د افغانستان او پاکستان د ګډو اقتصادي همکاریو د لسمې ناستې پایلې او لاسته راوړنې د یومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې رسنیو ته بیان کړې.

د مالې وزیر وویل، «موږ د پاکستان له چارواکو سره د تجارت، مواصلاتو، انرژۍ او پراختیایي پروژو په اړه ګټورې خبرې وکړې. د ترانزیټي تجارت له پاره به چې د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ تجارت اسانه شي په تفصیل سره بحث وکړ. همدا راز هغه پراختیایي پروژوې چې په افغانستان کې د پاکستان په مرسته جوړېږي د هغوی کار ته به سرعت ورکول کیږي. د مالیې وزیر وویل چې هغه ستونزې او مشکلات چې د تجارت او ترانزیټ په برخه کې موجودې دي، هغوی ته مو قناعت ورکړ چې په حل کولو کې مرسته وکړي.»

په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي د انرژۍ په برخه کې له پاکستان سره شوي پرمختګونه بیان کړل. همدا راز د ټولګټو وزارت د ریل پټلۍ د برخې مسؤول ښاغلي یما شمس د مواصلاتو او ریل پټلۍاو د تجارت وزارت معین ښاغلي مزمل شینواري د تجارت او صنایعو په برخو کې د پاکستان له چارواکو سره د شویو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو لسمه ناسته تیره ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه

XS
SM
MD
LG