د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان حکومت د خبرولپاره خپلواکه طالبان غواړي"


د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او په خارجه چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز. فايل فوټو
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او په خارجه چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز. فايل فوټو

د پاکستان په مرسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ بيا پېلېدوپه اړه هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.

د سږ کال جولايې په مياشت کې د ملا عمر د مړېنې خبر خپرېدووروسته د خبرو اترو دويم دور ځنډول شوی وو.

سږ کال جولايي په مياشت کې په مري ښارګوټې کې له طالب استاذو سره تر خبرو وروسته افغان پلوی په کابل کې خبريالانو ته مالومات ورکوي. فايل فوټو
سږ کال جولايي په مياشت کې په مري ښارګوټې کې له طالب استاذو سره تر خبرو وروسته افغان پلوی په کابل کې خبريالانو ته مالومات ورکوي. فايل فوټو

په دا وروستيو کې پاکستان پرله پسې هڅې کوي چې افغان حکومت د مذاکراتو مېز ته راولي خو کابل بیا ضمانت غواړي چې بايد اسلام اباد په افغانستان کې په ترهګرو برېدونو کې ککړ کسانو پر ضد کاروايي وکړي.

افغان حکومت هڅه کوي طالبان د پاکستان له اثر ه راووځي او هغوی د افغانستان په داخل کې يو داسي ځای ولري چې په خودمختاره توګه خبرې وکړای شي. حکمت اعظمي

د دواړو هېوادونو په دريځ کې دې فاصلې ته په کتو سره پوښتنه راپورته کېږي چې آيا د سولې عمل به يو راتلونکې ولري او که څنګه؟

په کابل پوهنتون کې د سياسياتو او حقوقو څانګې ښوونکی نصرالله ستانکزی ډير خوشبينه نه دی.

دی وايي، د کابل او اسلام اباد په درېځ کې پراخ واټن دی او د ده په وېنا پاکستان دا اقدامات يوازې او يوازې د واشنګټن خوشالولو لپاره کړي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف څو ورځې مخکې د واشنګټن په پنځه ورځني سفر کې له امريکايي چارواکو سره د افغان سولې عمل د بيا پيلولو په اړه خبري کړې وې چې د واشنګټن پوسټ او ايکو نومک ټايمز په وينا دواړو غاړو پرې هوکړه کړې ده.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه برېګېډيير سيد نذير وايي، واشنګټن کولای شي د خپل نفوذ په کارولو سره افغان حکومت د خبرو ميز ته راولي.

د ده په وينا، کېدای شي د مذاکراتو شروع کېدل يو څه وخت واخلي خو دا به هرومرو کېږي.

که د خبرو اترو د پېل لومړی ناسته کېږي نو تر ټولو لوی چيلنج به د اوربند اعلانول وي. د ده په خبره که اوربند اعلان شو نو دا به د سولې عمل ته يو کوټلۍ بنياد ورکړې سيد نذير

سيد نذير زياتوي، که د خبرو اترو د پېل لومړی ناسته کېږي نو تر ټولو لوی چيلنج به د اوربند اعلانول وي. د ده په خبره که اوربند اعلان شو نو دا به د سولې عمل ته يو کوټلۍ بنياد ورکړې او نور قوتونو ته به ډيره ګرانه وي چې تخريب يې کړي.

په کابل کې د شخړو د حل او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکۍ حکمت الله اعظمي د مذاکراتو په بيا پېل کې يو شمېر ستونزې په ګوته کوي البته وايي، که طالبان خودمختاره شي نو ممکن ده خبرې وشي.

د حکمت اعظمي په خبره لومړني ناتاييد شوي راپورنه وايې، افغان حکومت هڅه کوي طالبان د پاکستان له اثر ه راووځي او هغوی د افغانستان په داخل کې يو داسي ځای ولري چې په خودمختاره توګه خبرې وکړای شي.

نوموړی زياتوي، کابل نه غواړي په پاکستان کې د ناستو طالبانو غوښتني و مني دا ځکه دوی فکر کوي دا طالبانو نه بلکه د اسلام اباد غوښتنې دي چې د طالبانو په مټ يې د ځان په ګټه استعمالوي.

که څه هم د خبرو اترو راتلونکې لا هم نا څرګنده دی خو په عين حال کې افغان طالبانو شير محمد عباس ستانکزی د قطر دفتر مشر ټاکلی دی.

د خبرو اترو پېلولو په برخه کې ځينې کارپوهان دې ګام ته د يو مهم سمبوليک پرمختګ په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG