ترکیه وايي، د دوی جېټ الوتکو نن د شام له پولې سره نېږدې یوه روسۍ جنګي الوتکه د ترکیې فضايي حدودو سرغړونې تر خبرداري وروسته ویشتلې.
روسیه دا مني چې الوتکه یې ویشتل شوې خو وايي، الوتکه له شامۍ خاورې بهر نه ده تللې. تر پېښې وروسته ناټو نن د ترکیې په غوښتنه ځانګړې غونډه بللې ده. دا غونډه نن د پېښور پر وخت د شپې پر نهه بجو په برسلز کې کېږي.
د روسیې دفاع وزارت وویل، غالباً اېس یو ۲۴ جنګي الوتکه ((له ځمکې د ډزو په نتیجه کې)) نسکوره کړل شوې ده. د ترکیې پوځي چارواکي وايي، دوه ترکیو اېف ۱۶ الوتکو نن، یاد جنګي جېټ ته ۱۰ ځلې د فضايي حدودو خلاف ورزۍ خبرداری ورکړ او بیا یې وویشته.