د لاسرسي ځای

تازه خبر

"برېښنا غواړو، ګنې د بلوڅانو غوندې غرونو ته خېژو"


د بلوچستان پښتنو اقتصاد تر ډېره پر کرکېله تکیه لري چې اوبه ورته په برېښنا راباسي
د بلوچستان پښتنو اقتصاد تر ډېره پر کرکېله تکیه لري چې اوبه ورته په برېښنا راباسي

د کلاسیف الله کروندګز زیاتوي؛ د اوسني حکومت هم ددوي ددې ستونزې د حل لپاره څه کړي نه دي، خو د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل؛ د بجلۍ دغه ستونزه به هرومرو هواروي؛.

په کوټه کې د سیف الله کلا سیمې کروندګر وايي؛ که حکومت ورته پوره برېښنا ورنه کړ، نو د دوی په سیمو کې به هم د بلوڅانو غوندې ځوانان غرونو ته وخېژي. د دې کروندګرو په خبره د دوی سیمې ته په څلرويشت ساعتونو کې يواځې څلور ساعته بجلۍ ورکول کېږي، چې له امله يې ټول باغونه ختم شول.

د سیف الله کلا اوسېدونکي کروندګر وايي؛ د دوي په سیمو کې د بجلۍبېخي زیات پارچاو «لوډشيډینګ» له وجې باغات ختم شوي او د دوی اقتصادي حالات يې زیات خراب کړي دي. ددې کروندګرو په خبره په سیمو کې د بجلۍ پارچاو او د ولټيج کموالي په دې مجبوره کړي، چې خپل ولاړ باغونه پرې کړي. عبدالله موسازی چې د زميندار ايکشن کمېټۍ غړی دی، مشال راډيو ته يې د په خپلو سیمو کې د برق زیاتېدونکي پارچاو او خلکو د غوسې په باب وویل:

؛ موږ د بجلۍ د زیات پارچاو له امله سخت په تکلیف کې يو. د خلکو ټول باغونه وچ شوو او پرې يې کړو. خلک ډېر غصه دي. په بلوچستان کې چې وار له مخه لا احساس محرومي ده، نو دا به نوره هم زیاته شي. لکه په بلوڅ مېشتو سیمو کې چې څه ډول مبارزه شروع ده، همداسې به په پښتون مېشتو سیمو کې هم پيل شي؛.

يو بل زميندار بیا وايي؛ په کلاسیف الله سیمه کې يې بیا بیا احتجاج کړی، خو هېچا يې ږغ وا نه ورېد. او که يې دا ستونزې هوارې نه شوې، نو د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ په شمول د پاکستان د قامي اسمبلۍ مخې ته به هم په احتجاج کښېني.

؛ زما نوم حاجي محمد شفیع میرزی دی، موږ به ډېر ژر په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته او په اسلام اباد کې به د قامي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوو، ځکه چې له موږ سره بله لاره نشته؛.

؛ لکه څنګه چې په پاکستان کې ورځ په ورځ د برق کموالی زیاتېږي، همداسې په دې صوبه کې هر کال د برق غوښتنه زیاتېږي او د ټول هیواد غوندې موږ هم له دې ستونزې سره مخامخ يو. خو زموږ حکومت هڅه کوي، دا ولس دا ستونزې خامخا هوارې کړي؛.

د کلاسیف الله کروندګز زیاتوي؛ د اوسني حکومت هم ددوي ددې ستونزې د حل لپاره څه کړي نه دي، خو د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل؛ د بجلۍ دغه ستونزه به هرومرو هواروي؛.

د عبدالرحيم زیارتوال په خبره ددوي په اوسني حکومت کې دوي دوه ټرانسميشن لاينونه راوړي او له چشمې به د ږوب پرلاره په يوه بل ټرانسميشن لاين هم ډېر ژر کار پيل شي، چې ورسره به له کروندګرو سره سره له برق سره تړلې ډېری نورې ستونزې هم هوارې شي.

XS
SM
MD
LG