د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکايي وګړي دې په نړۍ کې د تګ راتګ پر مهال پام کوي"


د نومبر پر ۱۳مه د پاریس تر حملو وروسته امریکا په ټوله نړۍ کې خپلو وګړو ته د ((ترهګرۍ زیاتېدونکي ګواښ)) په خبرداري له ورکولو سره، د سفري تیارسئ غږ کړی دی.

د پاریس بریدونو ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه چې پکې ۱۳۰ کسان وژل شوي ول.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بېګا خبرداری ورکړ چې ((تازه معلومات ښيي)) د اسلامي دولت ډلې وسله وال، القاعده، بوکو حرام ((او نورې ترهګرې ډلې په ګڼو برخو کې د ترهګرۍ بریدونو نیت لري.))

په دې مشورتي بیان کې د ډېنمارک، فرانسې، مالي، نایجېریا او ترکیې وروستیو حملو حواله ورکړل شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت وايي، ((امریکايي وګړي دې په ولسي ځایونو او ګاډو کې د تګ راتګ پر وخت بیداره اوسي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG