د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي ټولنې له افغان ښځو سره د تاوتریخوالې د مخنیوي غوښتنه کړې


اروپایي ټولنې له افغان حکومته غوښتي چې د ښځو په وړاندې د روان تاوتریخوالي مخه ونیسي.

په افغانستان کې د دغې ټولنې سفیر فرانزمایکل میلبن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو د نړېوالې ورځې په درشل کې له افغان حکومته غوښتي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین باید په ګوته او مجازات کړي.

د اروپایي ټولنې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دې ټولنې او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې پولیسو په دې برخه کې له افغان حکومت سره د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې په غور کې د یوې ښځې سنګسارېدل هم غیر انساني عمل بلل شوی او ټینګار شوی چې عاملین یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

سبا د نوامبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو نړېواله ورځ ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG