د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو هڅې روانې دي


په زابل کې افغان چارواکي وايي د غلته د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال مشال راډیو ته وویل،امنیتي ځواکونو هغې سیمې ته چې ګومان کېږي یرغمل شوي کسان پکې ساتل کېږي ورغلې لارې تړلي او د مشکوکو کورونو تالاشي یې پیل کړې دي.

د نوموړي په وینا په عین حال کې قومي مشران له یرغمل نیونکو سره په خبرو بوخت دي څو دا کسان خوشې کړي.

ویل کېږي چې دغلته وسله والو کسانو تر ۲۰ زیات عام هزاره ټبري افغانان یرغمل کړي دي.

اخوا د حکومت د اجرایه ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي مشال راډیو ته وویل، دا یرغمل نیونه له پخوانیو پېښو سره توپیر لري او د یوې سیمه ایزې شخړې وروسته یو شمیر کسان یرغمل شوي دي.

دغې حکومتي سرچینې وویل چې د وزیرانو په شورا کې دا موضوع څیړل شوې او د یرغمل شویو کسانو د خوندي خوشې کولو لپاره د پولیسو او امنیتي ځواکونوتکتیکونو کې پر ځینو بدلونونه بحث شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG