د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ولایتي روغتون کې څه ډول ستونزې دي؟


د خوست په ولایتي روغتون کې یو شمېر ناروغ لرونکي شکایت کوي، چې دوی ته په روغتون کې نه دوا درمل ورکول کیږي او نه هم ټولو اړو نارغانو ته لابراتواري معاینات کیږي.

د خوست په ولایتي روغتون کې یو شمېر ناروغ لرونکي شکایت کوي، چې دوی ته په روغتون کې نه دوا درمل ورکول کیږي او نه هم ټولو اړو نارغانو ته لابراتواري معاینات کیږي.

دوی زیاتوي، کله چې یو عاجل ناروغ روغتون ته راوړل کیږي، نو ډېری وختونه ډاکټر نه پیدا کیږي او که چیرې څوک په روغتون کې پيژندګلوي او واسطه ونلري، نو د ناروغ پوښتنه يې څوک نه کوي.

که څه هم د روغتون د مسوولینو په وینا د تنظیفاتو پرسونل دنده لري، چې لږ تر لږه هره ورځ په پرلپسې توګه روغتون درې ځلې پاک کړي، خو ناروغ لرونکو وویل، چې په اساسي توګه د روغتون پاک کاري د ورځې یو ځل هم نه کیږي.

نن دسېشنبې پر ورځ یو شمېر نارغ لرونکو مشال راډیو ته وویل:

((دولت خان نومیږم د مندوزیو ولسوالۍ د برهانخېلو اوسیدونکی یم، موږ مې بستر ته راوستې ده، یو وار مې مخکې هم راوستې وه، خو څو ځلې چې زه دلته راغلی یم ماته د لسو روپیو دواء هم چا په وړیا ډول نه ده راکړې، زه مکمله دوايي په خپلو پیسو له بیدیا درملتونونو را اخلم.

۲-زه فضل د متون د ابش خېلو اوسیدونکی، پرون مې یوه زنانه روغتون ته راوستې ده، له پرونه مو چا پوښتنه نه کوله، بیا مو په واسطه یا همداسې یوه ښځه ورته پیدا کړه، زموږ د زنانه جینۍ پیدا شوه، داسې ووایه چې د شپږو سوو دوايي يې ما باندې له بهره راواخیسته.))

یو بل تن ناروغ لرونکی هم ورته ستونزه یادوي:

((نوم مې ګل محمد مندوزی یم، ستونزه مو داده چې هغه بله ورځ مو خپل پلار روغتون ته راوړ، ډاکټران نه وو، یو به یوې کوټې ته لیږلو، بل به بلې کوټې ته لیږلو، ګډ وډ راغږیدل، چې موږ ستا له پاره نه یو، نه پروفیسر يې نه کوم بل شی، لنډه دا چې واسطه نه وي، هېڅ شی هم نه کیږي، دادی کابل ته يې مجبور کړو، دا اکسیجن مو له بازاره پسې راوړل.))

د خوست ولایتي روغتون د سل بسترو په ظرفیت د افغانستان د پاره د مرستې او همکارۍ د انکشاف د ادارې له خوا تمویلیږي.

یاد روغتون ته د پنځوسو بسترو په اندازه روغتیايي، لوژستیکي او د دواء درملو امکانات عامې روغتیا ریاست ورکوي، خو د ولایتي روغتون د وړاندې کوونکي خدماتو د انجیو مشر محمدیوسف فایز وايي، چې دی یوازې د خپلې انجیو حساب ورکوونې ته حاضر دی او عامې روغتیا په خدماتو کې کار نه لري.

که څه هم د انجیو مشر نه وايي، چې دوی ته د عامې روغتیا ریاست څه ورکړي، خو د عامې روغتیا ریاست د ولایتي شورا د پلاوي دا خبره نه مني، چې په روغتون کې د یاد ریاست خدمات ورک دي.

ډاکټر ګل احمدشاه وايي، څه چې دوی ته ورکړل شوي، ولایتي روغتون ته يې سپارلي، خو هغه رسنیو ته د سپارل شویو توکو اسناد او یا د انجیو د مشر تائید نه شي وړاندې کولای.

د ولایتي روغتون څخه د کتونکي پلاوی مشر د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي وايي، چې د عامې روغتیا په ریاست او د خدماتو په پلي کوونکي موسسه دواړو کې ستونزې موجودې دي.

د ده په خبره عامې روغتیا ریاست وايي، چې دوی ګډ خدمات وړاندې کوي، خو انجیو بیا بل څه وايي.

د خوست ولایتي شورا رئیس د عامې روغتیا وزارت پر چارواکو هم غږ وکړ، چې خوست ته ترسره کیدونکي روغتیايي خدمتونو د پخوانی احصايې له مخې دي، چې په هېڅ ډول د خوستوالو له پاره بسنه نه کوي.

ده غوښتنه وکړه، چې د خوست د روغتیايي خدماتو او پرسونل ډېرولو ته دې توجه وکړي.

د یادونې وړ ده، د خوست ولایتي روغتون د افغانستان په سویل ختیزو ولایتونو کې په لویو او مهمو روغتونونو کې راځي، چې له خوست سربیره ورته د پکتیا او پکتیکا د یو شمېر سیمو ناروغان هم د درملنې له پاره ورځي، خو د روغتون نظافت، د دواء درملو نه شتون، اړو ناروغانو ته د لابراتواري معایناتو نه کول او د روغتون له چارو د نظارت نه شتون هغه څه دي، چې د دې روغتون خدمتونه د خلکو د نیوکو او د ناروغ لرونکو د خفګان او شکایتونو لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG