د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني جنرل راحیل شریف د امریکا سفر



امریکا: د امریکا پوځ روزنیز او نظریاتي قوماندې مرستیال قومندان جنرال ډګر جنرال هاورسن د پاکستان پوځ مشر راحیل شرف په خپل مرکز کې مېلمه کړی
امریکا: د امریکا پوځ روزنیز او نظریاتي قوماندې مرستیال قومندان جنرال ډګر جنرال هاورسن د پاکستان پوځ مشر راحیل شرف په خپل مرکز کې مېلمه کړی

د سیاسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي، د راحیل شریف د امریکا سفر لاسته راوړنو په باب وايي، چې زغرده ګټه یې د طالبانو لخوا په قطر کې د دفتر پرانستې اعلان دی

د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف خپله د امریکا پنځه ورځنۍ دوره مکملولو ورستو دا مهال د برازیل په سفر دی.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې آئي ایس پي آر مشر لیفټننټ جنرل عاصم سلیم باجوه د پوځ د مشر د دورې په اختتام کې مطبوعاتو ته وویل چې جنرل راحیل شریف د خپلې دورې پرمهال د امریکا اعلې سیاسي او پوځي مشرولۍ سره ملاقاتونو کې دواړه خیزه دفاعي تعلقاتو، د سیمې د سلامتۍ او افغانستان صورتحال نه علاوه په یو شمیر نورو مهمو معاملاتو خبرې اترې کړیدي،

په پاکستان کې کارپوهان د جنرل راحیل شریف د امریکا سفر په حقله څه نطر لري؟

د په لاهور کې دفاعي چارو کارپوه پروفیسر حسن عسکري وائي چې موجوده حالاتو کې د پاکستان د پوځ د مشر دا دوره ډیره مهمه ده ذکه چې د امریکا په وړاندې د پاکستان اهمیت شته او دوي نه صرف د سیاسي حکومت بلکه د پوځي مشر ولۍ نه هم مرستې غواړي او ذه ګنړم چې د پوځي مشرولۍ مرستې خو ځکه مهمې دي چې په پاکستان کې ترهګرۍ مخنیوي لپاره پوځ هلې ځلې کوي سیاسي حکومت خو صرف ورسره مرستې کوي د دې ترڅنګه په افغانستان کې چې مختلفو ډلو سره کوم ډیل کول وي نوهغه هم سیاسي حکومت نیغ په نیغه نه کوي نو دغه وجه ده چې د پوځ مشر سره خبرې کول ډیر ضروري وي،

د ذکر ده چې جنرل راحیل شریف د روانې میاشتې په پنځلسمه نیټه امریکا ته تللې و،

خو د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک د نوموړي د امریکې سفر نه لاس ته راوړنو پحقله وائي چې د دې دورې نه فورا ورستو د طالبانو لخوا په قطر کې د دفتر د پرانستې اعلان وشو دې تر څنګه د راحیل شریف او امریکا چارواکو ترمینځه د افغانستان صورتحال پحقله هم خبرې وشوې او افغان حکومت او طالبانو ترمینځه چې کوم مذاکراتي عمل ځنډیدلې و نو امکان شته چې هغه هم شورو شي.

د یادونې ده چې تیره میاشت د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم د امریکا صدر په بلنه واشنګټن ته تللې و او نوموړي د خپل سفر پرمهال د امریکا صدر باراک اوباما او نورو لوړ پوړو سره ملاقاتونه کړي و.

XS
SM
MD
LG