د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: "ناکاره زاړه اورګاډي نه چلوو"


په بلوچستان کې بیا بیا اورګاډي له پېښور سره مخامخېږي.
په بلوچستان کې بیا بیا اورګاډي له پېښور سره مخامخېږي.

اورګاډيچلوونکي وايي؛ د شاوخوا ټولو اورګاډو انجنې زړې او ناکاره دي، او په خبره يې چې انجنې يې ورته سمې جوړې کړې نه وي، ددوي احتجاج به هم داسې دوام لري.

په کوټه کې د اتوار له ورځې راهیسې اورګاډيچلوونکي «ډرایوران» پر احتجاج دي او غوښتنه کوي، چې د اورګاډو انجنې دي روغې کړل شي، تر څو د دوی په خبره نور د اورګاډو پېښې کمې شي. په سلګونو مساپران، ښځې او ماشومان د کوټې پر اورګاډي سټيشن بند پاته دي.

په کوټه کې د پاکستان د اورګاډوچلوونکو احتجاج د دوشنبې پر ورځ لاهم دوام لري. اورګاډيچلوونکي وايي؛ د شاوخوا ټولو اورګاډو انجنې زړې او ناکاره دي، او په خبره يې چې انجنې يې ورته سمې جوړې کړې نه وي، ددوي احتجاج به هم داسې دوام لري. ددې احتجاج له امله له کوټې د پاکستان بېل بېل سیمو ته د تلونکو اورګاډو تګ ځنډېدلی، چې په سلګونو مساپر، ښځې او ماشومان يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

؛ په سلګونو مساپر چې پکې زاړه، ځوانان، ښخې او ماشومان شامله دي، د دوشنبې په غرمه په ولاړ اورګاډي کې ناست وو، او په دې انتظار وو، چې دا اورګاډی به له کوټې پنجاب ته کله رهي شي؛.

اورګاډيچلوونکي وايي؛ تر هغه به ددوي احتجاج دوام ولري، تر کومه چې يې ددوي په خبره د اورګاډو د ټولو انجنو د روغېدو کار پيل شوی نه وي. د شاه نواز په نامه يوه اورګاډي چلونکي له رسنوالو په خبره وویل؛ دوي بیا بیا ددې انجنو د خرابۍ معلومات لوړپوړو چارواکو ته ورکړي، خو هغوې يې په قیصه کې لا نه دي.

؛په دې هکله موږ څو ځله بلکې له تېرو اوو اتو کالو راهیسې په ليکلې بڼه ورکړي، لاکن تر اوسه پورې په دې باندې هيڅ کار شوی نه دی. ددې پر ځای چې دوي دا انجنې جوړې کړې وای، ورځ په ورځ پکې نورې خرابۍ پيدا کېږي؛.

هڅه مو وکړه، چې په کوټه کې د اورګاډو له لوړپوړو مشرانو سره په دې هکله خبرې وکړو، خو هيڅ يو چارواکی يې هم خبرو ته تیار نه وو. د اورګاډو چلوونکو دا احتجاج وروسته له هغه پیل کړی، چې د تېري سې شنبې په ورځ د بولان په اب ګوم سیمه کې له کوټې د پنجاب راولپيندۍ ته پر لاره يو اورګاډی له پټړۍ ولوېد او چپه شوی وو، چې پکې لږ تر لږه څوارلس تنه مساپر وژل شوي او تر سل زیات نور پکې ټپيان شوي وو.

XS
SM
MD
LG