د لاسرسي ځای

بیلجیم پولیس چاپه کې ۱۶ مشکوک کسان نیول شوي


د اتوار په ورځ خبریالانو ته د وینا په وخت د بیلجیم وزیراعظم چارلز میشل وویل ‍چې «زموږ ویره دا ده، ښايي چې د پاریس غوندې دلته هم پر ګڼو ځایونو هم ـــ مهاله ډله بریدونو ترسره شي»

د بلجيم چارواکي وايي،پرون »یکشنبه» ناوخته د پلازمېنې برسلز په څندو کې یې ١٦ کسان نيولي دي.

دغه کسان لس ورځې مخکې پر پاریس د شویو ترهه ګرو بريدونو په تړاو د پلټنو په لړ کې د پوليسو په چاپو کې نيول شوي دي.

چارواکي زیاتوي په نيول شويو کسانو کې په فرانس کې زېږېدلى مرکزي مشکوک کس صلاح عبدالسلام شامل نه دى.

د بیلجيم چارواکي وايي، دوی د نیول شوو کسانو د شهریت «هویت» په اړه څه نشي ویلی او نه دا څرګندولی شي چې دغه کسان د کومو جرمونو په تور نیول شوي دي. دوی زیاتوي په روانو امنیتي عملیاتو کې پر دغه مسله غږېدل یې څېړنو ته زیان رسولی شي.

د اتوار په ورځ خبریالانو ته د وینا په وخت د بیلجیم وزیراعظم چارلز میشل وویل ‍چې «زموږ ویره دا ده، ښايي چې د پاریس غوندې دلته هم پر ګڼو ځایونو هم ـــ مهاله ډله بریدونو ترسره شي»

په پاريس کې د بریدونو ذمه واري د اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې، چې پکې۱۳۰کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG