د لاسرسي ځای

خېبر پښتونخوا کې د خبریال حفیظ الرحمان د وژلو ضد احتجاج


نن په خیبر پښتونخوا کې خبریالان، په کوهاټ کې د یو خبریال حفیظ الرحمان د وژنې پر ضد احتجاج کوي.

چارواکي وايي، د اتوار په ورځ حفیظ الرحمان پر خپل موټرسایکل روان وو چې ناپېژندلو وسله والو پرې ډزې وکړی، او ځای پر ځای ووژل شو.

د یادونې وړه ده چې څه موده وړاندې یو بل خبریال زمان مسود هم وسله والو وواژه.

د پېښور پرېس کلب چارواکي وايي، نن به په ټول پاکستان کې خبریالان په خبریالانو د بریدونو پر ضد احتجاجي غونډې او مظاهرې کوي.

XS
SM
MD
LG